ويښتا/ Wekhtia WhatsApp Channel

ويښتا/ Wekhtia

100 subscribers

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

ويښتا/ Wekhtia
ويښتا/ Wekhtia
2/22/2025, 4:08:02 AM

سلامونه اؤ احترامات مې ومنئ! ویښتیا د عامه افڪارو د لا ښه والي لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ ڪړي دي او ستاسو لپاره د فېسبوڪ پیج تر څنګ په وټساپ او تلګرام ڪې هم خپل نشرات ڪوي. مونږ به درته د هېواد ښکلاګانې، ڪتاب لنډیزونه، ليڪنې، ڪيسې، اؤ ناولونه، نشره وؤ! 🟢 د فېسبوک لینڪ:👇 https://www.facebook.com/profile.php?id=100050271948317&mibextid=ZbWKwL 🟢 د تلګرام چینل لینڪ:👇 https://t.me/BookAfghan1 🟢 د وټساپ چینل لینڪ:👇 https://whatsapp.com/channel/0029Vay21gBC6Zvbf4fzxx1r

ويښتا/ Wekhtia
ويښتا/ Wekhtia
2/22/2025, 4:08:40 AM

د خوب تغبیر کتاب تازه لاندې ادرسونه کې پيدا کولی شی

ويښتا/ Wekhtia
ويښتا/ Wekhtia
2/22/2025, 4:17:56 AM

ګلابو ناول لومړۍ برخه وړاندې کوونکی: Wekhtia/ویښتیا ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د پسرلني سمسټر د پیل لومړۍ ورځ ده، غالب د ښوونځي څخه د فراغت څلور ڪاله وروسته پوهنتون پیل ڪړؤ له لمانځه وروسته یې د ځان په تیارولو باندې پیل وڪړؤ ۶:۳۰ بجې ڪیدونڪې وې غالب یې د مور خونې ته ورغلو ورته یې ویل: ادې! زه ځم غالب منډه ڪړه مور یې ورپسې ورغله غږ یې ڪړ - زویه! یو څه خو وخوره ڪنه بیا ولاړ شه - غالب غږ ڪړ - نه مورې! لاره اوږده ده وروسته خو بیا موټر هم نه پیدا ڪیږي هلته به یو څه وخورم - ښه زویه! ځانته پام ڪوه غالب ولاړ د ڪلي ڪوڅه ڪې خپل ملګري ولید ملګري یې وویل: - واه واه! زموږ د سیمې روښانه څراغ آخر هم بل شو غالب ودرید ویې ویل: - مطلب؟ - خو وروسته له څلور ڪالو پوهنتون پیلوې ڪه ډېر نه وي نیمه ورځ خو به زموږ غوږونه آرامه وي. غالب مسڪ شو ویې ویل: - ځه بې غمه شه! نیمه ورځ نه پوره ورځ نه راځم. غالب ولاړ د سړڪ په سر دریدلی و شیبه وروسته یو موټر راغلو پڪې ڪښیناست او ولاړ د ڪابل پوهنتون ته ورسید پوهنتون ته دننه شو شا وخوا یې وڪتل ویې ویل: - سم لوی ځای دی. د اقتصاد پوهنځي تعمیر ته دننه شو خپل ټولګي ته

Image
ويښتا/ Wekhtia
ويښتا/ Wekhtia
3/1/2025, 7:30:48 AM

روژه یوازې له خوراک او څښاک څخه پرهېز نه دی، بلکې د خولې به مو هم روژه وي، له خولې به سپکې خبرې، غیبت، بهتان او نامناسب الفاظ نه راباسئ، د غوږونو به مو هم روژه وي، په غوږونو به غیبت او ناروا خبرې نه اورئ، د سترګو به مو هم روژه وي، په سترګو به حرامو ته نه ګورئ، په لاسونو به حرام نه ګټئ او نه به یې حرامو ته ورنږدې کوئ، حوصله او صبر به زیاتوئ، د کور مېرمنو ته به غوسه کېږئ نه، که عملیان یاست، د عمل (نسوارو، سګرېټو او چرسو) پرېښېدو لپاره روژه بهترینه میاشت ده، د ټیک ټاک او نورو پالتو رسنیو پر ځای زیات وخت لمانځه، تلاوت او اذکارو ته ورکړئ، له ګاونډیانو او نورو بېوزلو کسانو سره تر خپله وسه مرسته وکړئ، هوډ وکړئ، چې له دې روژې وروسته به زه یو بېل (اصلاح) انسان یم، خپل بد عادتونه پرېږدئ او ښه عادتونه خپل کړئ.

ويښتا/ Wekhtia
ويښتا/ Wekhtia
3/1/2025, 7:53:20 AM

روژه کې کولای شئ، د غاښونو برس او کریم استعمال کړئ، روژه مو نه ماتېږي، خو احتیاط کوئ، چې کریم مو حلق ته ولاړ نه شي او درڅخه تېر نه شي. که هغه نه کاروئ، ښه بدیل یې مسواک هم دی.

Image
ويښتا/ Wekhtia
ويښتا/ Wekhtia
3/1/2025, 7:57:29 AM
Image
ويښتا/ Wekhtia
ويښتا/ Wekhtia
3/1/2025, 7:57:31 AM

دا روژه د قرآن ختمولو نه، بلکې په ترجمه لوستلو هوډ وکړئ! لس/پنځلس سیپارې ولولئ، خو په ترجمه او تفسیر یې ولولئ او د خپل رب په خبرو (کلام) ځانونه پوه کړئ! قرآن د دې لپاره نه دی نازل شوی، چې موږ پوښونه ورکړو، عطر پرې ولګوو، تاویزونه او څاښتونه ترې ولیکو، د زنکدن پر مهال یې خلکو باندې تلاوت کړو، هدیرو کې یې د مړو لپاره ووایو، ودونو کې یې د ناوې او زوم پر سر ورونیسو، آینه مصحف کې یې ناوې او زوم سورت نور تلاوت کړي، چې دواړه نوراني شي، لوړ ځای يې کښېږدو، لاندې ترې تېر راتېر شو، چې برکت یې راانتقال شي، کله چې نوي کور ته کډه شو، لومړی قرآن وروړو، موټر کې یې کښېږدو، چې له ټکره بچ شو، چې په سفر ځو، ښکل یې کړو او پر سر یې تېر کړو او فال پرې واچوو، بلکې قرآن د الله د احکامو ټولګه ده، شریعت دی، د الله قانون دی، د اوامرو او نواهیو لارښود دی، موږ باید ځانونه پرې پوه کړو، عمل پرې وکړو او تطبیق یې د ژوند مقصد وګرځوو. الله تعالی قرآن کې د قرآن په اړه وایي: "وَلَقَدۡ يَسَّرۡنَا الۡقُرۡاٰنَ لِلذِّكۡرِ فَهَلۡ مِنۡ مُّدَّكِرٍ" (القمر: ١٧) او یقینًا یقینًا موږ دا قرآن (د یادولو او پند اخيستلو لپاره) اسان كړى دى، نو ایا څوک پند اخيستونكى شته؟ "كِتٰبٌ اَنۡزَلۡنٰهُ اِلَيۡكَ مُبٰرَكٌ لِّيَدَّبَّرُوۡۤا اٰيٰتِهٖ وَلِيَتَذَكَّرَ اُولُوا الۡاَلۡبَابِ" (ص: ٢٩) (دغه قرآن) كتاب دى چې موږ تا ته نازل كړى دى، بركتناك دى، د دې لپاره چې دوى د ده په ایتونو كې فكر وكړي او د دې لپاره چې د خالصو عقلونو والا ترې پند واخلي. قرآن د ژوند لارښود دی، د مومن د لارې مشال او د الله قانون دی، چې باید ویې لولو، تدبر او تفکر پکې وکړو، عمل پرې وکړو او نورو ته یې پیغام ورسوو، نن سبا یوټیوب کې تصویري او غږیز (ويډیو او اډیو) تفسیرونه هم شته، ان که د چا لیک لوست نه وي زده، په اورېدو هر څه زده کولای شي، دا خبره غلطه ده، چې دا ځینو مشهوره کړې، چې د قرآن ترجمه (ژباړه) او تفسیر (تشریح) باید څوک پخپله ونه لولي! تاسې هم ترجمه او هم تفسیر پخپله لوستلای شئ، البته ځینې داسې آیتونه شته، چې هغه زیاتې تشریح او توضیح ته اړتیا لري، د هغو آیتونو په اړه کولای شئ، له کوم عالم یا مفسر څخه معلومات وکړئ یا هم انلاین مالومات او لا وضاحت پلټلای شئ.

Link copied to clipboard!