ويښتا/ Wekhtia
ويښتا/ Wekhtia
March 1, 2025 at 07:57 AM
دا روژه د قرآن ختمولو نه، بلکې په ترجمه لوستلو هوډ وکړئ! لس/پنځلس سیپارې ولولئ، خو په ترجمه او تفسیر یې ولولئ او د خپل رب په خبرو (کلام) ځانونه پوه کړئ! قرآن د دې لپاره نه دی نازل شوی، چې موږ پوښونه ورکړو، عطر پرې ولګوو، تاویزونه او څاښتونه ترې ولیکو، د زنکدن پر مهال یې خلکو باندې تلاوت کړو، هدیرو کې یې د مړو لپاره ووایو، ودونو کې یې د ناوې او زوم پر سر ورونیسو، آینه مصحف کې یې ناوې او زوم سورت نور تلاوت کړي، چې دواړه نوراني شي، لوړ ځای يې کښېږدو، لاندې ترې تېر راتېر شو، چې برکت یې راانتقال شي، کله چې نوي کور ته کډه شو، لومړی قرآن وروړو، موټر کې یې کښېږدو، چې له ټکره بچ شو، چې په سفر ځو، ښکل یې کړو او پر سر یې تېر کړو او فال پرې واچوو، بلکې قرآن د الله د احکامو ټولګه ده، شریعت دی، د الله قانون دی، د اوامرو او نواهیو لارښود دی، موږ باید ځانونه پرې پوه کړو، عمل پرې وکړو او تطبیق یې د ژوند مقصد وګرځوو. الله تعالی قرآن کې د قرآن په اړه وایي: "وَلَقَدۡ يَسَّرۡنَا الۡقُرۡاٰنَ لِلذِّكۡرِ فَهَلۡ مِنۡ مُّدَّكِرٍ" (القمر: ١٧) او یقینًا یقینًا موږ دا قرآن (د یادولو او پند اخيستلو لپاره) اسان كړى دى، نو ایا څوک پند اخيستونكى شته؟ "كِتٰبٌ اَنۡزَلۡنٰهُ اِلَيۡكَ مُبٰرَكٌ لِّيَدَّبَّرُوۡۤا اٰيٰتِهٖ وَلِيَتَذَكَّرَ اُولُوا الۡاَلۡبَابِ" (ص: ٢٩) (دغه قرآن) كتاب دى چې موږ تا ته نازل كړى دى، بركتناك دى، د دې لپاره چې دوى د ده په ایتونو كې فكر وكړي او د دې لپاره چې د خالصو عقلونو والا ترې پند واخلي. قرآن د ژوند لارښود دی، د مومن د لارې مشال او د الله قانون دی، چې باید ویې لولو، تدبر او تفکر پکې وکړو، عمل پرې وکړو او نورو ته یې پیغام ورسوو، نن سبا یوټیوب کې تصویري او غږیز (ويډیو او اډیو) تفسیرونه هم شته، ان که د چا لیک لوست نه وي زده، په اورېدو هر څه زده کولای شي، دا خبره غلطه ده، چې دا ځینو مشهوره کړې، چې د قرآن ترجمه (ژباړه) او تفسیر (تشریح) باید څوک پخپله ونه لولي! تاسې هم ترجمه او هم تفسیر پخپله لوستلای شئ، البته ځینې داسې آیتونه شته، چې هغه زیاتې تشریح او توضیح ته اړتیا لري، د هغو آیتونو په اړه کولای شئ، له کوم عالم یا مفسر څخه معلومات وکړئ یا هم انلاین مالومات او لا وضاحت پلټلای شئ.

Comments