اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
January 31, 2025 at 04:18 AM
‏د حماس پوځي څانګې، القسام لوا په رسمي ډول اعلان وکړ چې د يادې لوا مشر،محمد ضیف، د څو نورو لوړ پوړو قوماندانانو سره یوځای، په غزه کې د وروستۍ جګړې په جریان کې شهیدان شوي دي. د اقسام لوا ویاند ابو عبیده په یوه اعلامیه کې دا خبر تایید کړی او په غزه کې یې د‌ روانې مبارزې په لا پياوړي کېدو ټينګار کړی. د راپور له مخې، د محمد ضیف سربیره، مروان عیسی (د القسام مرستیال قوماندان)، غازي ابو طماعة (د وسلو او نظامي خدماتو څانګې قوماندان)، رائد ثابت (د بشري سرچینو څانګې قوماندان)، او رفیع سلامه (د خان یونس فرقې قومندان) هم شهیدان شوي دي. د القسام وياند ابو عبیده ټینګار کړی چې د دې قوماندانانو شهادت به د القسام لوا په جوړښت کې کومه کمزوري رامنځته نه کړي او يادې لوا د يوې شېبې لپاره هم د قوماندې خلا تجربه نه کړه. ښاغلي عبيده زیاته کړې چې د قوماندانانو په شهادت سره، د جګړې د دوام لپاره د حماس د ځواکونو مورال کمزوری نه بلکې نور هم پیاوړی شوی دی.

Comments