
اسلام؛ د ژوند قانون
January 31, 2025 at 12:45 PM
وروسته له هغې چې د ټرمپ لخوا له امریکا څخه بهر د مرستو د لېږد پروسه وځنډیده، د آمو ټلویزیون هغه یو لک ډالري بودیجه هم ورسره بنده شوه چې هره میاشت د امریکا د بهرنیو وزارت له لوري ورکول کېدله او دا یې د افغانستان له خلکو سره مرسته بلله.
د ټرمپ له لوري د بندیزونو په ټس کې ټولو هغو رسنیو او د بشر حقوقو په نوم مدني ټولنو ته د مرستو د بندېدو ایمیلونه رسیدلي چې د جمهوریت تر تیښتې وروسته د امریکا له خوا له مالي اړخه حمایه کیدلې او فعلا د افغانستان د دین، آزادۍ او آبادۍ په ضد په نشراتو بوختې وې.
په دې بندیز کې د بشري حقونو او مدني ټولنو هغه سازمانونه هم شته چې د افغانستان په ضد په پروپاګند او تخریب لګیا دي.