اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
February 1, 2025 at 11:42 AM
• د غــــــ..ـــزې وحشت او د مسلمانانو پر وړاندې ظلم! • له صـ..ـــــــهيونيســ..ـــــټي کمپنۍ "کوکاکولا" سره بایکاټ وکړئ! ليکنه: عطاءالرحمن حديد موږ په داسې وخت کې ژوند کوو چې د کفارو له لوري د مسلمانانو په وړاندې ستر ظلم روان دی او د بشري حقونو په نوم د بشر د حقونو ستر نقض روان دی؛ په دې وخت کې یوه صـــ..ـهيونيســــ...ــــټي کمپنۍ(کوکاکولا) شتون لري، د دې کمپنۍ(کوکاکولا) په واسطه نه یوازې دا چې د صهــ.. ـــــويـــ.ـــنيزم د هډونو غوړ تقويه کيږي، بلکې د دې په تر لاسه شويو پيسو د فلســــ...ـــــطينيانو په وړاندې ظلم ته هم دوام ورکوي، چې دا ظالمانه کړنې موږ د غزې پر خلکو باندې د ستر وحشت د ترسره کولو په وخت کې ولېدې. • له دې کمپنۍ سره بایکاټ وکړئ! د غزې خلک هره ورځ د دې کمپنۍ(کوکاکولا) د ملاتړ لرونکو ظالمانو لخوا ځورول کیږي، د هغوی کورونه ورانيږي او بې ګناه مسلمانان په شهــــ.ــــادت رسول کیږي. که موږ د دې کمپني محصولات یا خدماتو ته ادامه ورکړو، نو موږ په حقیقت کې د هغو کسانو ملاتړ کوو چې د بې ګناه مسلمانانو پر وړاندې ظلم کوي او د دې ظلم په تر سره کولو کې غير مستقيم دخيل کيږو. موږ باید خپل غم او همدردي یوازې په خبرو نه، بلکې په عمل کې پلي او ثابته کړو. له دې کمپنۍ سره بایکاټ کول یوازې یو اقتصادي او ساده کار نه دی، بلکې دا زموږ یو اسلامي مسؤولیت دی. د اسلامي اخوت او د انسانیت په اساس، موږ باید دا عمل ترسره کړو تر څو د ظلم او بې انصافۍ په مخنیوي کې د خپل وس په برابر دخيل شو. • څنګه بایکاټ وکړو؟ • د دې کمپـــ ــــــنۍ(کوکاکولا) ټول محصولات پرېږدئ او مه يې اخلئ! • د دې کمپنۍ(کوکاکولا) په اړه ټول مسلمانان وپوهوئ او خلک يې منع کولو ته وهڅوئ! • د اسلامي اخوت په اساس د فلســــ ـــطينيانو ملاتړ وکړئ او صهــــــ...ـــيونيزم رد کړئ! #نداءالأمـــــ..ــه #فلســــ..ــــطينPalestine #صهـ...ــــــيونيزم_رد_کړئ!

Comments