
اسلام؛ د ژوند قانون
February 3, 2025 at 07:30 AM
*ټاميانه درواغ!*
قاري عبدالستار سعید
عاميانه درواغ مو اوريدلي و، مګر ټاميانه مو تازه په دې ورځو کې واورېدل. د واک له ګدۍ سرټيټې تيښته ټاميانو ته د بېزو زخم ګرځېدلې چې له درده يې کړیږي خو رغون يې نشته. له بلې خوا ټرمپ سوټی پسې اخیستی، کله ورته وایي ګوانتانامو ته مو لېږم، کله راشن یو وخته ورکوي، اوس تازه یې د (USAID) په نوم د ټولو سکه او ناسکه ټامیانو د رزق ادرس هم لغو اعلان کړی. الله پاک به په هره زمانه کې خپل قهرځپلي شرمولي وي، خو داسې به يې لغړ نه وي درولي لکه ټامیان چې نن څرنګه خدای، ملت، جهان او خپل وجدان ته سرټيټي او له هرې خوا رټل شوي دي.
له همدې درد او دوکه ټاميانو ښکاره درواغو ته لاس اچولی، یو وايي په کابل کې پلاني وزارت کې جنګ روان دی، بل وايي د امارت پلانی مشر ټپي شوی دی، داسې ښکاره درواغ چې مړي خندوي.
بل اړخ ته هغه مبارز چې همدې اسلامي صف سره د تړاو له برکته له ګمنامۍ د نام او حیثیت خاوند شوی، پر ځای د دې چې د نظام د دفاع په مورچل ودریږي ، د جولاني صاب نکټایي ته خوشحال دی او شېبه په شېبه یې د سفرونو جزیات خپروي. بل په کې خپله خاموشي په داسې نهیلوونکې ټپه ماته کړې، ته وا د ډوبیدونکې بیړۍ په یوازینۍ دړه تنها پاته دی.
وه وروره! خیر خیرت دی. آسمان پورته ځمکه لاندې. که د ټامیانو درواغ ترې وباسې، نور هیڅ داسې څه په میدان نشته چې د اندیښنې وړ وي. د ښځو تعلیم بند دی، پرون نه دی بند شوی دا درې کاله بند دی. ما دا څو ورځې د یوې اوږدې لیکنې لپاره ځان له ټويټر لرې ساتلی و. باور وکړه که د تېرو دریو کلونو او تېرو څو ورځو ذره توپیر مې حس کړی وي.
بله خبره دا چې موږ هغه صف ته منسوب يو، کله چې نړۍ یو قطبي وه، کله چې امریکا په خاورینه کُره یکه تاز راج چلاوه او کله یې چې له ۴۸ بیرغونو او وروستی ماډل وسلو او ټیکنالوژي سره په موږ یرغل راوړ. موږ په هغه دربدره حال کې د الله تعالی په نصرت له دوی ۲۰۰۱م کال هم خوړلی. اوس خو دنیا دومره بدله شوې، چې د بي بي سي په خبره تېره ورځ کاناډایانو لا د امریکا په ملي سرود پورې خندلي. تښتیدلي ټامیان به یې ته وا څوک وي او څه به وکړي.