اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
February 7, 2025 at 07:45 AM
زموږ دمقدس دین سره د ساینس یوبل لوی توافق الحَمْدُ ِلله ماشاءاللہ سبحان الله ; په آلمان کې یوې پوهنتون د څارویو د ذبحې پر مهال د هغوی د درد احساس معلومولو لپاره یو ساینسي ازموینه ترسره کړه. هغوی د EEG (مغزي برېښنایي څارنې آله) وکاروله، څو معلومه کړي چې غوا د اسلامي ذبحې پر مهال درد احساسوي که نه، او که احساسوي، نو څومره؟ څېړنه څنګه ترسره سوه؟ غوا یې د ازموینې لپاره چمتو کړه او بیا یې د اسلامي ذبيحې طریقې مطابق حلاله کړه. د لومړیو درې ثانیو په جریان کې د مغز په برېښنایي فعالیت کې هېڅ بدلون ونه لیدل سو، چې دا ښيي غوا هېڅ درد احساس نه کړ. په راتلونکو دریو ثانیو کې، څېړونکو ولیدل چې غوا بېهوشه سوه، ځکه د شدید وینې بهېدو له امله د مغز وینې جریان بند سو. د شپږمو ثانیو په پای کې د EEG فعالیت په بشپړ ډول ودريدی، چې دا د غوا د مړینې نښه وه – او دا ټول بې له درد څخه د اسلامي ذبحې راز څه دی؟ د اسلامي ذبحې پر مهال شریانونه، ورید، قصبه هواییه او مرۍ پرې کېږي، خو سر نه بيليږي. کله چې دا رګونه پرې سي، دماغ ته وینه او اکسیجن نه رسېږي، نو څاروی په څو ثانیو کې بېهوشه کېږي او هېڅ درد نه احساسوي. بیا غده نخامیه (pineal gland)، چې په مغز کې ده، غدې فوق الکلیوي (adrenal gland) ته د ادرینالین د ازادولو امر کوي، چې د وینې جریان تيز سي. دا کار د بدن څخه د وینې چټک ایستل اسانه کوي، چې دا غوښه پاکه او له ضرري موادو خالي کوي. پایله: د اسلامي ذبحې طریقه تر ټولو چټکه او تر ټولو رحمناکه ده، چې د څاروي د درد کمیدو لامل کیږي سبحان الله العظیم! 🌹
🫀 1

Comments