
اسلام؛ د ژوند قانون
February 12, 2025 at 04:39 AM
*د اسلامي تاریخ، فداکارۍ، او د جهادي روحیې انعکاس. د تورو شرنګ، د ایماني طوفانونو زوږ، د تاریخ د میړنو قسم!*
شپه تیاره وه، خو زړونه رڼا، اسمان د ایماني ځواک قهر حس کاوه، د ستورو رڼا د زړورو سرتېرو د ببر سورو لاندې ماته ښکارېده، ځمکه د ایماني جذبو تر درز لاندې لړزېده، او د تقدیر قلم د فاتحینو نومونه لیکل! د اسونو پښې په دوړو کې پټې وې، خو ارادې داسې هوارې لکه د خالد بن ولید توره، لکه د سعد بن ابی وقاص نخښه، لکه د قعقاع بن عمرو لښکر! رضوان الله تعالے علیهم اجمعین.
د تندې او لوږې زغمل یې د زړورتیا نښه، او د وینې بهېدل یې د بریا مهر! دوی د ځان لپاره ژوند نه، بلکې د امت د عزت لپاره مړینه غوره کړه!، د تاریخ سینه یې څیرې کړه او ثابته یې کړه چې د قربانۍ وینه د تاریخ مسیر بدلولی شي!
ای ځوانه! ایا تا ته معلومه ده چې ته د کوم قوم زوی یې؟ ته د کومې وینې وارث یې؟ د تاریخ پاڼې دې په یاد دي؟ دا توره، دا بیرغ، به څوک پورته ساتي که ته غلی شې؟ د دې امت عزت ته څوک سپر شي که ته شا کړې؟ دا خاورې، دا منارونه، دا د تکبیر غږونه، د تاریخ قسمونه، ټول درته ژاړي، ته ورته امید یې، ته د قربانۍ ننګ یې، ته هغه ژمن زوی یې چې د شهادت د وعدې زنګ ته ځواب ورکوي.
را پاڅه! د دنیا راحت د مؤمن لار نه ده، دا د نرمې بسترې ژوند د هغو کسانو نه دی چې د ایمان دعوه لري. ته د تورې نسل یې! ته د ایمان د سپېڅلې خاورې ساتونکی یې! د تاریخ نوې پاڼې انتظار باسي، میدانونه ستا نوم ته تږي دي، او امت یو ځل بیا د هغه عقاب سترګې څاري چې د اسلام بېرغ د دنیا په زړونو وخمبوي.
ایا ته چمتو یې؟ ایا ته هغه یې چې تاریخ یې انتظار باسي؟ که هو، نو قدم پورته کړه، ځکه چې فتحه د هغو ده چې د قربانۍ قیمت پرې کولای شي!
> *#تدبیرګر*
> *#ملا_طلحه_عمبري*