اسلام؛ د ژوند قانون
اسلام؛ د ژوند قانون
February 28, 2025 at 11:34 AM
د شاهي کوټ غزا لیکنه: الحاج غلام جیلاني حق پرست د کلیو له پيتاوو او حجرو څخه نیولې تر نړیوالو نشراتي ارګانونو پورې د ټولو د ورځې مهم خبر او د هر مجلس د بحث او خبرو موضوع وه: " امریکا او ملګرو هېوادونو یې افغانستان ونیو". هو! رښتیا وه چې امریکا د خپلو نړۍ والو ملګرو، سیمه ایزو د لالانو او کورنیو لاسپوڅو په مرسته پر افغانستان باندې غیر موجه او ظالمانه یرغل وکړ، دلته یې یو واکمن نظام په ظاهره له صحنې څخه و اېست، دلته یې د ټولوژلو، شړلو او تړلو بازار ګرم کړ، د حرص، هوس او حسد په لومو کې ښکېلو کورنیو دلالانو او سیمه ایزو اشرباڼو یې د افغانستان د بېواکه سیاسي واکمني ترلاسه کولو، د افغانستان د ملي واکمني، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي وحدت له منځه وړلو لپاره پۀ خورا سپین سترګي سره د سپي پوستکی پرمخ اچولی وو، خپلو شخصي موخو ته د رسېدو لپاره یې ټول بشري او ملي ارزښتونه تر پښولاندې کول، د وینو تویولو یوه داسې لوبه پیل شوه، چې د روسي لښکرو او تنظیمي جګړه مارانو نادودې یې په ګرد کې هم نه‌‌وي. د دغۀ ظالمانه یرغل په پایله کې د افغانانو د شهادتونو، اسارتونو او مهاجرتونو لړۍ د پخوانۍ هغې په پرتله څو برابره زیاته او چټکه پيل شوه. لنډه دا چې اشغالګر، د لالان او لاسپوڅي یې د انسانانو په وژلو او د افغانستان په نیولو او جنګسالاران اشغالګرو ته د افغانستان له منها او مافیها سره د قبالې په تیارولو بوخت وو، نړیوال سیل ته ناست وه، غریبو، بېوسو او بېکسو افغانانو د لوی خدای(ج) دربار ته د هېواد او هېوادوالو د ژغورلو پۀ پار لاسونه لپه کړي وو. د څۀ وخت له تېرېدو وروسته ټوله نړۍ په دې باورې شوه چې افغانستان د تل لپاره د ناټو په سرکې د امریکا متحده ایالاتونو د مستعمرو برخه وګرزېده، او نور د دې هېواد بیا خپلواکي ترلاسه کول او د نړۍ په انڅۍ کې برېښېدل یو خوب او خیال دی. د اور، او ښکو او وینو په دغۀ طوفان کې د نجات یوه بېړۍ او د ناهیلیو په دغه بړبوکۍ او تروګمۍ کې د هیلو یوه سپرغۍ را څرګنده او وځلېده. د خدای(ج) د لارې څو تنه سر سپارلي مجاهدین چې د تورتمونو په دغۀ محیط کې یې د ایمان په رڼا لار وهله، د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې میدان ته را ووتل، د ناټو او امریکایي یرغلګرو په مقابل کې یې له خپل مشر شهید بن شهید(قوماندان صاحب ملا سیف الرحمن" منصور") سره په شهادت بیعت وکړ، او د ولسوالي په جنوب ختیزه برخه د شاهي کوټ په آسمانڅکو غرونو کې د اشغالګرو او د دوی د لاسپوڅو په خلاف جهادي سنګر پرانیست، هیچا دا تصور هم نه کاوو چې د خدای(ج) د لارې دغه څو تنه بې‌وسه او د ناټو د نظامي ځواک په پرتله تش لاسي زلمیان به ډېر ژر د نړۍ د مطبوعاتو د سر خبر وګرزي، د اشغالګرو ګریوان ته به لاس واچوي، د هغوی د کبر او غرور کاسه به نسکوره کړي او له دغۀ ځایه به د اشغال د پای ته رسېدو او یرغلګرو د ماتولو لپاره لمړی ګام واخلي، ټول امت ته به د خپلواکي پیغام او الهام ورکړي. خو دا هر څۀ که نړۍ ته هرڅو خوب او خیال برېښېدل، ډېر ژر په واقعیت بدل شول. د کال د کب میاشتې په ۱۱ نېټه د خدای(ج) د لارې دغو سر سپارلو غزیانو د خدای(ج) د کلمې د لوړولو، د هېواد د خپلواکي بېرته اخیستلو او د هېوادوالو د وینو د غچ اخیستلو په پار د یرغلګرو په ضد خپل لومړني جهادي عملیات پیل او د ناټو د نظامي او اقتصادي زبرځواک د زوال په تابوت مېخ ټک واهۀ. د امت دغو غیرتي ځوانانو د لوی خدای(ج) د نصرت او ایمان په قوت یرغلګرو ته داسې درس ورکړ چې د ویتنام هغه یې ترې هېر کړ. شهید قواماندان صاحب ملا سیف الرحمن" منصور" او ملګرو یې د څو ورځو ځینې جهادي عملیاتو په ترڅ کې امریکایي ځواکونو او د دوی داخلي برېڅو ته داسې نه هېرېدونکي ګذارونه ورکړل چې د دوی د دغو عملیاتو هر شېبه او هره ثانیه د امت د برم یو زرین باب جوړوي. د هغه وخت د مطبوعاتو د راپورنو له مخې د دغو عملیاتو د پیل په لمړیو ۱۸ ساعتونو کې یې د ناټوخېلو پنځه چورلکې او یوه بمبارد الوتکه رانسکورې کړې او په سلګونو یرغلګرو ځواکونه یې په خپلو وینو ولمبول. د شاهي کوټ د مجاهد پالې درې هره تړه، هر تنګی، هر دېوال او هر سنګر د حال په ژبه زمونږ د مجاهدینو د مېړانې، غیرت او شهامت او د یرغلګرو د رسوا ماتې کیسې کوي. هو! د دغو څو ورځنیو جهادي عملیاتو په پایله کې خپله شهید قوماندان صاحب ملا سیف الرحمن منصور، شهید قوماندان صاحب مولوي فدامحمد جواد، شهید مولوي صاحب محمدیوسف او یو شمېر نور ملګري یې د شهادت په ویاړلي او پخپلو وینو رنګین کفنونو کې په ابدي خوب وېده او په هسکو سترګو د خپل خدای(ج) حضور ته ورغلل، ارواوې یې خوشحاله او جنت یې ځای شه. د الله (ج)، دین، ایمان او خپلواکي په مینه مستو د دغو غزیانو اتلوال جهاد او مقاومت مونږ ته راښيې چې هیڅ بشري مادي ځواک داسې نه دی چې له هغه سره مقابله نه شي کېدای، بلکه د هر جابر او جارح ځواک په وړاندې قیام او مبارزه شونې ده، يواځې پر خدای(ج) ټینګ ایمان او توکل ته اړتیا ده. هره خاوره هم د نیواکګرو لپاره پخه مړۍ نه وي، بلکه داسې هم کېدای شي چې دغه ګوله یې په ستوني کې ونښلي. هر هغه ځواک چې د یوه بهرني ځواک لپاره د خپلې خاورې، خپلواکي او مادي او معنوي شتو د لال جوړ شي، نو بهرني بادار یې تر ابده پورې په خپله غېږ کې نه ساتي، بلکه یوه ورځ یې پۀ ډېران غورځوي او حتمي مرګ ته یې سپاري. #حوت10

Comments