Gawhar Public Channel
Gawhar Public Channel
February 3, 2025 at 11:41 AM
‏د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو ویلي، بهرنیو هېوادونو ته د هرات ولایت د پستې صادرات ۲۰ سلنه زیات شوي دي. د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس محمدیوسف امین رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د روان کال لومړیو نهو میاشتو کې د ۲۴ میلیونه ۶۷۶ زره ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته پسته صادره شوې. نوموړي زیاته کړې تېر کال یې هم د ۲۰ میلیونه ۳۸۲ زره ډالرو په ارزښت بهر ته پسته صادره کړې. د یادونې ده، چې د هرات ولایت کشک رباط سنګي، کشک کهنه، کهستان، ادرسکن او شین ډنډ ولسوالۍ د پستو پراح اوبیز او للمي ځنګلونه لري.‏کانال Gawhar Public Channel را در واتساپ دنبال کنید: https://whatsapp.com/channel/0029Vb3QCahH5JLzCBjHNt2Y
❤️ 2

Comments