
Gawhar Public Channel
65 subscribers
About Gawhar Public Channel
*امام وکیع ته یو سړي کنځلې وکړې ، چا ورته وویل: جواب یی نه کوې؟* *ویې فرمایل : ولم تعلمنا العلم إذاً....* *که د کنځلو جواب هم ورکړم نو بیا مونږ علم څه له زده کړې دې...* *روضة العقلاء ص166* 💯
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

د غلط فهمو د لرې کولو یوازینې لاره خبرې اترې او د یو بل سره په سړه سینه بحث کول دي , خو مونږ له ټولو مخکې همدغه دروازه بندوو🙂 Lines کرښې

بعد له ډيره وخته سلامونه قبول کړې ملګرو،الله ج دي وکړي چې روغ او دصحت جامي به مو په تن وې

د دنیا تر ټولو لنډه او مختصره خطبه د سوډان د شېخ عبدالباقي المکاشفي ده, هغه پر ممبر ووېل! غریب ته یوه لقمه ډوډۍ رسول د جماعت جوړولو نه بهتره دي.. صفونه برابر کړئ الله پاک مو وبخښه❤️

ونه د میوې په وخت ډیر دوستان لري، خو د طوفان او سیلابونو وخت کې ورسره یوازې خپلې ریښې کومک کوي.😢💔 ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ #ژوند

*تورې شپې به سبا شي, طوفانونه به ودرېږي, او ستا د ژوند ترخې شېبې به په خوږو بدلې شي✔️* ژوند😢😢😢

وچه ډوډۍ وخوره،سړک په غاړه ویده شه، زړې جامې واغونده خو دهغو خلکو په منځ کې مه اوسیږه چیرته چې ستا قدر نه وي.!!!

آیا کله تاسې په دې خبره فکر کړی دی، چې الله پاک ولې اوبه بې رنګه، بې خونده او بې بويه پيدا کړي دي.؟ که پروردګار ذات اوبه په یو خاص رنګ کې پيدا کړی وی، نو اوس به هغه ټول شیان د یو رنګ درلودونکي وو، چې بقاء او پرورش یې پر اوبو ولاړ دی. او که الله تعالی اوبو ته یو خاص خوند ورکړی وی، نو اوس به د ټولو سبزي جاتو او مېوو خوند یوشان و. ځکه د مېوو او سبزي جاتو ژوند او بقاء هم اوبو ته محتاجه ده. او که الله پاک اوبو ته یو خاص بوی ورکړی وی، نو اوس به د ټولو ګلانو بوی یو شان و. همدارنګه د انسان په بدن کې موجودو اوبو ته وګورئ. 1⃣ د خولې اوبه خوږې دي. 2⃣ د غوږونو اوبه ترخې دي. 3⃣ او د سترګو اوبه نمکینې دي. د خولې اوبه یې ځکه خوږې پيدا کړي دي، چې خوند پرې محسوس شي. د غوږونو اوبه یې ځکه ترخې پيدا کړې دي، چې کومه حشره وغیره که چېرې غوږ ته داخله شي، نو د دې ترخو اوبو تریخوالی به یې ووژني. او د سترګو اوبه یې ځکه نمکینې پيدا کړي دي، چې د جراثیمو او بکتریاوو پر وړاندې یو مضبوط نظام موجود وي. فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ. [سُوۡرَةُ الرَّحمٰن : 13] نو (اې پېريانو او انسانانو)، تاسي به د خپل رب كوم كوم نعمتونه درواغ وګڼ

د سلطان سلیم توره د عثماني خلافت مشهوره څېره سلطان سلیم اول رحمه الله ته د یوه لوی کفري هیواد سفیر د لیدلو لپاره راغی، له ملاقات مخکې یې هغه ته وزیرانو وویل: تاسو باید تر ټولو ښایسته او ارزښتناکې جامې واغوندئ، سلطان ورته وویل: سمه ده، تاسو یې هم واغوندئ، وزیران یې د کفري هیواد له سفیر سره په ښایسته جامو کې سلطان ته ورننوتل، خو چې کتل یې سلطان په زړو او کمزورو جامو کې ناست و! او مخته یې په مېز خپله توره لغړه ایښې وه! چې کله سفیر ووت وزیرانو یې سلطان سلیم ته وویل: تاسو خو جامې نه دې بدلي کړې؟! سلطان ورته وویل: ورشئ سفیر نه پوښتنه وکړئ چې سلطان څه ډول جامې اغوستې وې. سفیر چې د سلطان له جامو وپوښتل شو هغه وویل: ما چې د سلطان مخته لغړه توره وليدله ومې نه شوی کولی پخپله سلطان ته وګورم، جامې خو لا پریږدئ! په دې سره سلطان وزیرانو ته وویل: تر څو چې زموږ تورې لغړي او پرې کوونکې وي کفار زموږ جامو ته نه شي کتلی، الله دې هغه ورځ نه راولي چې تورې مو پټي او زنګني وي او موږ په جامو بوخت یو، هغه مهال به مو کفار د ځمکي له مخه ورکوي.