Gawhar Public Channel
February 3, 2025 at 06:47 PM
امنیتي سرچینې: په ټولنیزو رسنیو کې له توهین او مقدساتو ته د سپکاوي ډکو ګڼو مستعارو اکونټونو چلوونکی ونیول شو
په ټولنیزو رسنیو کې په بېلابېلو مستعارو نومونو او ادرسونو فعال؛ مقدساتو، اوسني سرپرست حکومت، مسؤولينو او علماوو ته توهین کوونکی د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو. هندوکشغږ ته په رسېدلې ویډیو کې دغه کس خپل اصلي نوم پیر محمد، د حاجي ګلاب شاه زوی او د پکتیکا د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکی معرفي کوي.
نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې د «غمی روښان»، «Magmadof Habib»، «پیرلټون»، «Don’t judge never» او ګڼ نور مستعار اکونټونه چلول، چې په ټولو نشراتو کې یې په شعوري توګه اسلامي مقدساتو ته توهین کړی؛ علماء، شیوخ، د امربالمعروف وزارت ته یې سپک او رکیک الفاظ کارولي او ترڅنګ یې د فحشا او بد اخلاقیو د ترویج لپاره ګڼ پوسټونه کړي دي.
امنیتي سرچینو دغه راز هندوکشغږ ته ویلي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د نوموړي ګڼ نور داسې ګروپونه هم موندلي چې له بداخلاقیو او فحشا ډک تصویري او ویډیويي کلېپونه پکې خپاره شوي او نوموړي به د ټولنې د بې لارۍ په موخه نور کسان هم دغو ګروپونو ته رابلل.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې زرګونه داسې مستعار اکونټونه فعال شوي چې په پراخه کچه د اوسني سرپرست حکومت پر ضد د منفي تبلیغاتو ترڅنګ، اسلامي مقدساتو او نورو ارزښتونو ته پکې توهین کېږي او دغه راز د افغانانو ترمنځ قومي، سمتي، ژبني او مذهبي تعصبونو او تفرقو ته پکې لمن وهل کېږي.
جزئیات په ویډیو کې وګورئ.کانال Gawhar Public Channel را در واتساپ دنبال کنید: https://whatsapp.com/channel/0029Vb3QCahH5JLzCBjHNt2Y
❤️
1