
Gawhar Public Channel
February 7, 2025 at 02:40 AM
🔸د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، روان دوه زره پنځه ویشتم کال به په افغانستان کې له یو میلیون کسانو سره د نقدو پیسو مرسته وشي.
🔸دې ادارې په خپله ایکسپاڼه کې پرون ولیکل چې په افغانستان کې په سلو کې نهه اتیا کورنۍ غوره ګڼي چې نقدي مرسته ترلاسه کړي.
🔸بل لور ته د ملګرو ملتو د خوړو او کرهڼې سازمان (ایف اې او) پرون وویل چې د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د ادارې په کومک به تر لس زره ډيرو کورنیو ته پیسې ورکړي او د څارویو د ساتنې او روزنې بستې به وروسپاري.
🔸د دې مرستو ژمنې په داسې وخت کې شوې دي چې یو شمیر مرستندویو بنسټونو اندیښنې څرګندې کړې دي چې د امریکا د بهرنیو مرستو له ځنډیو سره به په افغانستان کې د ژمي په ترڅ کې د میلیونو کسانو بد بشري وضعیت لاپسې خراب شي.
🔸د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت د بیا ارزونې لپاره د ۹۰ ورځو په مخه د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډولې.کانال Gawhar Public Channel را در واتساپ دنبال کنید: https://whatsapp.com/channel/0029Vb3QCahH5JLzCBjHNt2Y
❤️
1