Gawhar Public Channel
Gawhar Public Channel
February 7, 2025 at 02:40 AM
🔸د اوکراین او روسیې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي کیت کیلاګ، تایید کړه چې هغه به راتلونکې اوونۍ د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره به د ټرمپ د هدف په اړه خبرې وکړي. 🔸کیلاګ ویلي د سې شنبې په ورځ یې هم په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي و چې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې به د اوکراین د خونړۍ جګړې د پای ته رسولو د لارو چارو په اړه د ټرمپ هدف تشریح کړي. 🔸ده دا هم ویلي چې د امریکا له هغو متحدانو سره د لیدنې نیت هم لري چې له دوی سره د کار کولو لپاره چمتو دي. 🔸له کله چې کیلاګ ویلي چې د مونیخ په کنفرانس کې د ټرمپ هدف بیانوي، داسي ګنګوسې خپرې شوي چې دی به د ټرمپ د سولې پلان افشا کړي. 🔸بلومبرګ خبري اژانس د فبرورۍ په ۵مه د نامعلومو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې کیلاګ به په کنفرانس کې دا پلان وړاندې کړي. 🔸سرچینو د دې پلان په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، نه دا معلومه شوې چې څومره تفصیل به ولري او په کوم ډول به وړاندې شي. 🔸په دې اړه د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ایمیل ته ځواب نه دی ویلی.‏کانال Gawhar Public Channel را در واتساپ دنبال کنید: https://whatsapp.com/channel/0029Vb3QCahH5JLzCBjHNt2Y

Comments