Gawhar Public Channel
Gawhar Public Channel
February 17, 2025 at 08:14 AM
د سلطان سلیم توره د عثماني خلافت مشهوره څېره سلطان سلیم اول رحمه الله ته د یوه لوی کفري هیواد سفیر د لیدلو لپاره راغی، له ملاقات مخکې یې هغه ته وزیرانو وویل: تاسو باید تر ټولو ښایسته او ارزښتناکې جامې واغوندئ، سلطان ورته وویل: سمه ده، تاسو یې هم واغوندئ، وزیران یې د کفري هیواد له سفیر سره په ښایسته جامو کې سلطان ته ورننوتل، خو چې کتل یې سلطان په زړو او کمزورو جامو کې ناست و! او مخته یې په مېز خپله توره لغړه ایښې وه! چې کله سفیر ووت وزیرانو یې سلطان سلیم ته وویل: تاسو خو جامې نه دې بدلي کړې؟! سلطان ورته وویل: ورشئ سفیر نه پوښتنه وکړئ چې سلطان څه ډول جامې اغوستې وې. سفیر چې د سلطان له جامو وپوښتل شو هغه وویل: ما چې د سلطان مخته لغړه توره وليدله ومې نه شوی کولی پخپله سلطان ته وګورم، جامې خو لا پریږدئ! په دې سره سلطان وزیرانو ته وویل: تر څو چې زموږ تورې لغړي او پرې کوونکې وي کفار زموږ جامو ته نه شي کتلی، الله دې هغه ورځ نه راولي چې تورې مو پټي او زنګني وي او موږ په جامو بوخت یو، هغه مهال به مو کفار د ځمکي له مخه ورکوي.
❤️ 2

Comments