
Gawhar Public Channel
February 20, 2025 at 05:32 AM
آیا کله تاسې په دې خبره فکر کړی دی، چې الله پاک ولې اوبه بې رنګه، بې خونده او بې بويه پيدا کړي دي.؟
که پروردګار ذات اوبه په یو خاص رنګ کې پيدا کړی وی، نو اوس به هغه ټول شیان د یو رنګ درلودونکي وو، چې بقاء او پرورش یې پر اوبو ولاړ دی.
او که الله تعالی اوبو ته یو خاص خوند ورکړی وی، نو اوس به د ټولو سبزي جاتو او مېوو خوند یوشان و. ځکه د مېوو او سبزي جاتو ژوند او بقاء هم اوبو ته محتاجه ده.
او که الله پاک اوبو ته یو خاص بوی ورکړی وی، نو اوس به د ټولو ګلانو بوی یو شان و.
همدارنګه د انسان په بدن کې موجودو اوبو ته وګورئ.
1⃣ د خولې اوبه خوږې دي.
2⃣ د غوږونو اوبه ترخې دي.
3⃣ او د سترګو اوبه نمکینې دي.
د خولې اوبه یې ځکه خوږې پيدا کړي دي، چې خوند پرې محسوس شي.
د غوږونو اوبه یې ځکه ترخې پيدا کړې دي، چې کومه حشره وغیره که چېرې غوږ ته داخله شي، نو د دې ترخو اوبو تریخوالی به یې ووژني.
او د سترګو اوبه یې ځکه نمکینې پيدا کړي دي، چې د جراثیمو او بکتریاوو پر وړاندې یو مضبوط نظام موجود وي.
فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ. [سُوۡرَةُ الرَّحمٰن : 13]
نو (اې پېريانو او انسانانو)، تاسي به د خپل رب كوم كوم نعمتونه درواغ وګڼ