"هر اړخیز معلومات"
"هر اړخیز معلومات"
February 1, 2025 at 04:39 AM
د چرګ د غوښې دغه‌ څلورو برخو له خوړلو ډډه وکړئ! د چرګ د غوښې ځينې برخې خوړلو خطر په ډاګه کړی. چې په وینا یې دغه برخې باکتریاوې لري چې له پخېدو او تودوخې وروسته هم له منځه نه ځي. د چرګ دغه څلور برخې په لاندې ډول دي: د چرګ وروستۍ برخه یا لکۍ د چرګ سږي د چرګ سر د چرګ پوستکی ډيرې پارازیټونه او باکتریاوې د چرګ په وروستۍ برخه (لکۍ)‌ کې موندل کیږي، نو ځکه باید د چرګ دغې برخې زیات خوراک ونه شي، دا په روغتیا منفي اغیزه کوي. د روغتیا کارپوه د چرګ سږي خوړلو خبرداری هم ورکړی، ځکه چې په دې کې ډير کوچني پارازیټ یا طفیلي او باکتریاوې شتون لري، چې حتی له پخېدو وروسته هم له منځه نه ځي، ځکه چې دا باکتریاوې د تودوخې پر وړاندې هم مقاومت کولی شي. د‌روغتيا کارپوه د چرګ سر خوړلو لپاره هم خبرداری ورکړی چې په دې کې ځينې خطرناک مواد شتون لري، دغه راز د چرګانو پوستکی هم له خطره ډک دی، ځکه چې د غوړ لوړه کچه لري او له پاسه پرې پارازیت او باکتریاوې موجودې وي.

Comments