
"هر اړخیز معلومات"
98 subscribers
About "هر اړخیز معلومات"
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ محترمو لوستونکو " "د هر اړخیز معلوماتو کانال تاسو ته وړاندې کوي د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د پوهې او معلوماتو پراخه مجموعه. دلته تاسو کولی شئ د ساینس، ټکنالوجۍ، ټولنیزو موضوعاتو، صحت، تاریخ، او نورو بېلابېلو ساحو په اړه ژور او دقیق معلومات ترلاسه کړئ. زموږ هدف دا دی چې تاسو ته تازه ترین، معتبر او ګټور معلومات وړاندې کړو، ترڅو د ژوند په ټولو اړخونو کې ستاسو پوهه پراخه شي." له تاسو ثخه هله دی تاسی هم اخلاص وکړی په نشره ولوکی مرسته وکړی =========>🩵
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

د دریو (3) کسانو اصلاح ناممکن ده : ١- هغه چي له ماشومتوبه دروغ وايي. ٢- هغه چي په خیانت عادت سوی وي. ٣- او هغه چي په ناپوهۍ کي ځان ارام ګڼي.

په حج کي هغه (14) ځایونه چي دعاء پکښي قبلیږي: ليكنه: مفتي حکيم الله صابر - كندهار. کله چي حضرت عمر رضي الله عنه و عُمرې ته تلی نو نبي کریم ﷺ ورته وویل چي موږ په دعاء کي مه هېروه. ۱: کله چي د لومړي ځل لپاره و کعبې شریفې ته مخامخ سې دعاء قبلیږي. ۲: کله چي حجر الاسود ته مخامخ ودریږې دعاء قبلیږي. ۳: میزاب رحمت یعني د رحمت د ناوې لاندي چي و دریږی دعاء قبلیږي. (د رحمت ناوه په حطیم شریف کي ده). ۴: ملتزم شریف چي د کعبې شریفي د دروازې او حجر الاسود تر منځ دی هلته دعاء قبلیږي. ۵: د زمزم د اوبو چيښلو او د زم زم د څاه سره چي و دریږی دعاء قبلیږي. ۶: کله چي د صفا پر غونډۍ باندي و دریږئ دعاء قبلیږي. ۷: کله چي د مروه پر غونډۍ باندي و دریږئ دعاء قبلیږي. ۸: په عرفات کي دعاء قبلیږي. ۹: په مزدلفه شریفه کي د وقوف مزدلفې په وخت کي دعاء قبلیږي. ۱۰: په منی کي کله چي جمرة الصغرا (کوچنی شیطان) وویشتل سي وروسته دعاء قبلیږي. ۱۱: کله چي جمرة الوسطی (میانه شیطان) وویشتل سي دعاء قبلیږي. ۱۲: د مقام ابراهیم سره دعاء قبلیږي. ۱۳: په حطیم شریف کي هم دعاء قبلیږي. ۱۴: د صفاء او مروه په منځ کي چي شنه میلونه او ګروپونه دي او هلته نارینه منډه وهي هلته هم دعاء قبلیږي.


پر خلګو مسخرې او ټوکي کول: بېشکه چي تر ټولو لویه ګناه د الله تعالی سره شریک نیول دي، او د شرک څخه وروسته تر ټولو لویه ګناه د خلکو سپک ګڼل او مسخره کول دي. (حلية الأولياء ج٤ ص٥١).

د ګناه یو بد اثر: حافظ ابن القیم رحمه الله ویلي: د ګناهونو د بدو اثراتو څخه یو دا دی چي د بنده کارونه سخت سي، هري خوا ته چي مخ کړي، دروازې پر بندي او کارونه یې ګران سي. (الداء والدواء ص۱۳۴). مفتي حکيم الله صابر .

پنځه ډیري مهمي خبري: ١- کله چي د الله تعالی څخه ليري سې او د خلګو خوښي غواړې، هماغه خلګ به دي وځوروي. ٢- هر هغه پیل چي د الله تعالی ناخوښه وي، پایله به یې هم د خوښۍ وړ نه وي. ٣- د هغه ځایه به صدمه در ورسيږي او مات به سې، د کوم ځای څخه چي دي د الله تعالی نافرماني کړې وي. ٤- د هر هغه محفل او ملګري څه څخه ځان لیري وساته چي ستا دين، اخلاقو او ذهن ته زیان رسوي. ٥- د شپې الله تعالی ته ژاړه او خپل غم ورسره شریکوه، سهار خلکو ته د پوره قوت سره راوځه. لیکنه:

د براء بن عازب رضي الله عنه څخه پوښتنه وسول: چي د رسول الله ﷺ مبارک مخ څنګه ؤ؟ هغه ورته وویل: د سپوږمۍ په شان ؤ. (صحیح البخاري). اللهُم صّلِ وسَلّمْ عَلی نَبِيْنَا مُحَمد ﷺ

د حافظ ابن تیمیه رحمه الله د نوم وجه؟ ابن النجار رحمه الله ویلي: موږ ته ویل سوي چي د حافظ ابن تیمیه نیکه "محمد" نومیدی، او مور یې "تیمیه" نومېده، چي یوه واعظه (دیني ښوونکې) وه؛ نو دی هغې ته منسوب سو او د همدې په نوم مشهور سو. (تاریخ الإسلام ج١٣ ص٧٢٣).

روژه او سلف صالحین : چي کله به روژه را داخله سول، امام سفیان ثوري رحمه الله به ټول (نفلي) عبادات پرېښودل او یوازي به یې د قرآن کریم تلاوت ته مخه کړل. (لطائف المعارف ص١٧١).

د چرګ د غوښې دغه څلورو برخو له خوړلو ډډه وکړئ! د چرګ د غوښې ځينې برخې خوړلو خطر په ډاګه کړی. چې په وینا یې دغه برخې باکتریاوې لري چې له پخېدو او تودوخې وروسته هم له منځه نه ځي. د چرګ دغه څلور برخې په لاندې ډول دي: د چرګ وروستۍ برخه یا لکۍ د چرګ سږي د چرګ سر د چرګ پوستکی ډيرې پارازیټونه او باکتریاوې د چرګ په وروستۍ برخه (لکۍ) کې موندل کیږي، نو ځکه باید د چرګ دغې برخې زیات خوراک ونه شي، دا په روغتیا منفي اغیزه کوي. د روغتیا کارپوه د چرګ سږي خوړلو خبرداری هم ورکړی، ځکه چې په دې کې ډير کوچني پارازیټ یا طفیلي او باکتریاوې شتون لري، چې حتی له پخېدو وروسته هم له منځه نه ځي، ځکه چې دا باکتریاوې د تودوخې پر وړاندې هم مقاومت کولی شي. دروغتيا کارپوه د چرګ سر خوړلو لپاره هم خبرداری ورکړی چې په دې کې ځينې خطرناک مواد شتون لري، دغه راز د چرګانو پوستکی هم له خطره ډک دی، ځکه چې د غوړ لوړه کچه لري او له پاسه پرې پارازیت او باکتریاوې موجودې وي.

د خپل وطن او خاوري په قدر څوک پوهیږي؟ امام محمد بن داؤد رحمه الله ویلي: چا چي د پردېسۍ او مسافرۍ اوبه نه وي څښلي، او د سختۍ په وخت کي یې سر پر زنګون نه وي ایښی، هغه د خپل وطن او خاوري په قدر نه پوهيږي! (ذيل تاريخ بغداد ج١٦ ص ٢٠٧).