لیکنې او یاد داښتونه
لیکنې او یاد داښتونه
February 28, 2025 at 04:59 PM
په کال کې تر ټولو مبارکه او له فیوضاتو څخه ډکه میاشت د رمضان میاشت ده. په دغه میاشت کې د انسانیت پر ستر لارښود ﷺ د انسانیت د لارښوونې پخاطر د اللهﷻ عظیم کتاب نازل سو. او دغه میاشت د بندګانو لپاره د ګناهونو د مغفرت میاشت ده. په همدې اساس زه تاسي ټولو ملګرو ته ددې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت مبارکې وړاندي کوم. خدایﷻ دي موږ ددې مبارکې میاشتې له فیوضاتو او برکاتو څخه برخمن و ګرځوي.

Comments