لیکنې او یاد داښتونه WhatsApp Channel

لیکنې او یاد داښتونه

71 subscribers

About لیکنې او یاد داښتونه

زما د مات او ګوډ قلم کرښې او یاد داښتونه

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

لیکنې او یاد داښتونه
لیکنې او یاد داښتونه
6/20/2025, 12:36:42 PM

حیاتُنا بطعم الموت 😢 اې امته! یا بیدار سه او یا خپل شرم د تاریخ قبر ته یوسه.

😢 😭 3
Video
لیکنې او یاد داښتونه
لیکنې او یاد داښتونه
6/18/2025, 3:53:32 PM

دا تصویر/ویډیو د انسانیت له سترګو پرده پورته کوي او د بشري وجدان لپاره یوه شرموونکې چیغه ده، د غزې د محاصرې، بمبار او قحطۍ له منځه دا راوتلی تصویر د بشر د دروغجنو شعارونو، د حقوقو د موسسو له دوه‌ مخیتوب او د لوېدیځ له منافقانه تمدن څخه پرده پورته کوي. دوه ټوټې ډوډۍ، یوه بوجۍ اوړه، یا څو څاڅکي اوبه، دا هغه څه دي چې دا سلګونه زره مظلوم مسلمانان یې د بمونو له باران، د خپلو شهیدو ماشومانو له غم، د ویجاړو کورونو له خاورو را ایستلي، خو د نړۍ وجدان یې لا نه دی را ویښ کړی. د بشري حقونو موسسې چې د یوه حیوان د ژغورنې لپاره غږ پورته کوي، د دغو انسانانو چیغې نه اوري؟ د ملګرو ملتونو دروازې د دوی د وینو بوی نه حس کوي؟ د مظلومو فلسطینیانو وینې داسې تویېږي لکه بې ارزښته اوبه، او قاتل صهیونیزم لا هم د "دفاع" تر نامه لاندې خپل ظلم ته توجیهات جوړوي. د دې چوپتیا تر شا یا دسیسه ده یا شراکت، او دا چوپتیا، له هرې مرګونې بمبارۍ نه دردوونکې ده! تاریخ به دا حالت ولیکي، او نسلونه به د نن د مدني نړۍ دا خجالت د شرم یو تور فصل وګڼي.😰

❤️ 1
Video
لیکنې او یاد داښتونه
لیکنې او یاد داښتونه
6/18/2025, 11:21:35 AM

د الجزایر ستر عالم، مفسر، محدث، دعوتګر، مصلح، لیکوال او د اسلامي احیا یوه تاریخي څېره، علامه عبدالمجید بادیس رحمه الله

Post image
❤️ 2
Image
لیکنې او یاد داښتونه
لیکنې او یاد داښتونه
6/17/2025, 7:01:39 AM

محمدیوسف بدري: *نړۍ؛ ځنګل، عدالت؛ خیال، او انسان؛ قرباني* نړۍ اوس د تمدن، پرمختګ او د بشر د حقونو شعارونه وهي، خو که په ژوره سترګه ورته وګورو، دا هر څه یوازې د الفاظو تر کچې محدود پاتې دي. رښتینی عدالت، د انسانیت درناوی او د اصولو مراعت نن د زورواکۍ تر پښو لاندې له منځه تللي. نړۍ یو ځنګل ته ورته ده، چې پکې زورور پخپله قانون جوړوي، پخپله یې ماتوي او کمزوری تر ستوني تېروي. دا داسې یو حالت دی چې د تمدن ادعاوې پکې د شرم وړ ګرځي. نن انسان د علم او تکنالوژۍ تر بریده ورسېد، خو لا یې هم د رحم، عدل، غیرت، حیا او شرافت لوړې څوکې نه دي لمس کړې. دا ډول پرمختګ چې انساني ارزښتونه پکې قرباني سي، شاتګ دی نه ترقي. د حیرانتیا وړ دا ده چې دا وضعیت د دومره شعور، پوهې او دعوو سره هم بدتر کېږي، نه ښه. راتلونکي نسلونه به شاید د تاریخ پاڼې را واړوي، په وینو رنګېدلي انځورونه به وګوري، د یتیمو ماشومانو چیغې به واوري او پوښتنه به وکړي چې د دې ظلم، وینې، بې‌عدالتۍ او حیوانیت مسؤولین څوک وو؟ خو ځواب یې همدا نننی زورواکی نظام دی. دا نړیوال سیستم چې عدالت نه، بلکې ګټې یې محور دي، هغه لاسونه چې د سوله‌ییزو ملتونو پر ضد د جګړې تڼۍ کاږي، هغه قلمونه چې د ظلم توجیه لیکي او هغه رسنۍ چې د حقیقتونو پر ځای پروپاګند خپروي. نو اوس د تماشې وخت نه دی، انسان باید د خپل شرافت، وجدان او ایمان غږ ته غوږ ونیسي، باید ځان داسې وروزي چې د انساني ارزښتونو وارث سي. نړۍ ته اړتیا ده چې د حیواني طبیعت له منګولو ووځي، او انسان خپل حیثیت بېرته واخلي. راځئ چمتو سو! داسې تیار سو چې د عدالت، حق، عزت، او خدای ورکړي کرامت مشعل بېرته را و بولو. راځئ زورواکۍ ته نه ووایو او انسانیت ته بلي. دا زموږ وجیبه ده، که نه نو تاریخ به زموږ پر چوپتیا لعنت وایي.

❤️ 💯 7
لیکنې او یاد داښتونه
لیکنې او یاد داښتونه
6/17/2025, 5:00:30 AM

سحر امامی د ایران د دولتي تلویزون صداوسیما کارکوونکې ده، چې د یرغلګرو تر بمبار لاندې یې ژوندۍ خپرونه روانه وساتله او دې متانت هغه د #شیرزن_ایرانی په لقب مشهوره کړه. مېرمن امامی په ۱۳۶۴ش تهران کې زېږېدلې، زراعت یې لوستی خو له ۱۳۸۷ش راهیسې ژورنالیزم کې کار کوي. پر نورو ملتونو د کفارو د یرغلونو د عواملو له منځه یو دا هم وي، چې ګواکې تر برید لاندې هېواد بشري حقونه نه مراعتوي او د بیان ازادي یې محدوده کړې، نړۍوالو منشورونو کې د بیان ازادي د بشر مسلم حق بلل کېږي او که ترې تروړل کېږي نو ګواکې د ځپلو لپاره یې همدا پلمه هم بس ده. خو اوس چې د بیان په یوه مرکز او د هېواد په رسنیز ادرس برید کېږي، نو ملګرو ملتونو کې د یرغلګرو استازی یې توجیه کوي، هغه بي بي سي فارسی ته په بې پروایي وایي، دا خو جنګ دی دا پکې کېږي، خو موږ کوشش کوو تلفات را کم کړو! ایران سره له ټولو مخالفتونو، له موږ سره له ټولو زیاتیو، د امت پر وړاندې له ټولو ناسمو تصوراتو او تېرو ټولو ناسمو سیاسي تصامیمو، بیا هم د دې خاورې د کومې لرې درې په خیرن کلي کې د لانده سپي د لکۍ ویښته د یرغلګرو پر لومړي وزیر شرف لري! #واعدولهم #ناوک

Post image
❤️ 1
Image
لیکنې او یاد داښتونه
لیکنې او یاد داښتونه
6/15/2025, 8:37:09 AM

څه چې الله د خپلې لورینې له مخې هغوئ ته ورکړي دي، پر هغه خوښ او سوکاله دي؛ او په دې ډاډه دي چې کوم مؤمنان چې له هغو وروسته په نړۍ کښې پاتې دي او لا تر اوسه پورې هلته نه دي رسیدلي، د هغو لپاره هم څه وېره او کړاو نشته. #سورة_العمران

❤️ 2
Video
لیکنې او یاد داښتونه
لیکنې او یاد داښتونه
5/18/2025, 6:21:34 AM

یا رسول الله ﷺ! موږ نه د بدر قهرمانان یو، نه د احد زړور صحابه، خو ستا د مینې او یاد له درد سره ژوند کوو. هره ساه مو ستا د نړېدلې خوږې زمانې قیصه ده او هره دعا مو له دې اشنا فریاده ډکه ده: *اللهم ارزقنا شفاعة حبیبک المصطفی ﷺ*

❤️ 1
Video
لیکنې او یاد داښتونه
لیکنې او یاد داښتونه
5/21/2025, 4:12:47 PM

‏نن د تاریخ پاڼې د درد او ویاړ په تورو لیکل کېږي؛ ځکه نن خبرې د هغه مرد میدان، د هغه بصیر رهبر او د هغه مجاهد فهیم په اړه کوو، چې نوم یې منصور او عمل یې نور و، ژوند یې د تقوی، تدبیر او تصمیم یوه نمونه وه. ‎#مدبرامیر محمدیوسف بدري

لیکنې او یاد داښتونه
لیکنې او یاد داښتونه
5/18/2025, 7:23:51 AM

د امت د شهید یحیی السنوار د ورور " محمد السنوار " او د امت د رسا ژبې او مخ پټي ځوان ابوعبیده د شهادت آوازې دي، تاسې دعا وکړی چې رب ﷻ یې په خپل حفظ او امان کې و ساتي😰🤲

🤲 ❤️ 5
لیکنې او یاد داښتونه
لیکنې او یاد داښتونه
5/21/2025, 4:12:48 PM

‏شهید منصور صاحب یوازې یو نوم نه، بلکې یو حرکت و، هغه د ثالث عمر رحمه الله له سیورې وروسته د اسلامي امارت د زعامت بار په اوږو واخیست، د اختلافاتو په منځ کې یې وحدت راووست، د غم پر څپو یې کښتۍ وچلوله او د مبارزې میدان ته یې نوې وینه ورکړه. ‎#مدبرامیر محمدیوسف بدري

Link copied to clipboard!