
Zhwand Radio - ژوند راډیو
February 10, 2025 at 04:48 AM
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، چې د سالنګونو لویه لاره پرون ماښام د واورې اورښت، د لید ساحې د محدودیت، د ځاني زیانونو د مخنیوي او توپان له امله موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
ښاغلي حق شناس زیاته کړې، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست ټیمونه د واورې د پاکولو هڅه کوي ترڅو لاره د ترافیکو پرمخ پرانیزي.