
Zhwand Radio - ژوند راډیو
February 12, 2025 at 02:16 PM
ګردېز ښاروالۍ پۀ ښار کې د کوڅه ډبو سپیو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړ.
دغه کمپاین ګردېز ښاروالۍ په مشرۍ تر سره کیږي، چې پکې کرنې او مالدارۍ ریاست ادارې غړي هم مرسته کوي.
نن ورځ هم ګردېز ښاروالۍ تنظیف مدیریت د اړونده ادارې سره په ګډه، د ښار مرکزي برخو ارجالخېلو دوه سړکې قصابانو لین، غزني لین، سیدکرم لین، پکتیا امنیه قوماندانۍ احاطې داخل، کابل لین بلندمنزلو، پکتیا حوزوي روغتون څېرمه ګلدانونو او بالاحصار شاوخوا سیمو کې د کوڅه ډبو سپیو د ټولولو او له منځه وړلو په برخه كې هڅې او اقدامات پیل کړل، چې كابو سل ګونه كوڅه ډبي سپي د همدې ساحو له لارو، کوڅو او ګلدانونو څخه راټول او د سپيو د وژنې درملو په واسطه له منځه يوړل شول.
دا پداسې حال کې ده، چې ګردېز ښار ګڼ شمېر اوسيدونكي د خپلو استوګنو په سيمو كې د كوڅه ډبو سپيو له شتون شكايت كوه، چې د دغو سپيو د ټولولو لپاره ګردېز ښاروالۍ او د مسؤولو ارګانونو لخوا یې د له منځه وړلو او اقداماتو غوښتنه کوله، چې دغه کمپاین به د ښار ټولو برخو کې څو ورځې نور هم دوام ومومي.
👍
1