
Zhwand Radio - ژوند راډیو
February 14, 2025 at 12:56 PM
*د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې پولیـسو؛ درې تنه د مخدره توکو د قاچاق او استعـمال په تور نیـولي.*
د پکتـيا امنيه قومندانۍ اړوند د څمکنیو ولسـوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې د نشه یي توکو پرضد پولیسو د استخباراتو د امریت سره په هماهنګۍ د یو کشفي راپور په اساس ٧٣ دانې د ټابلين په نوم نشه واري ګولۍ، یوه پوړۍ چرس او ١١ ګرامه شیشه کشف او نیولي.
د یادو مخدره توکو د قاچاق او استعمال په تور درې تنه مظنونين هم نیـول شوي، چې دوسیـي به یې له لومړنیو څیړنو وروسـته اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.