Wasiweb.com واسع ويب
Wasiweb.com واسع ويب
February 3, 2025 at 05:17 PM
د نړۍ د مختلفو هېوادونو غوره متلونه: دويمه برخه 21. "هغه خلک چې ورکړه کوي، باید د خپلي ورکړي خبره ونه کړي؛ او هغه خلک چې تر لاسه کوي یې، باید د تر لاسه کولو یادونه وکړي." (پرتګالي متل) 22. "یوه لوی ونه زیات سیوری کوي، خو لږه مېوه ورکوي." (ایټالوي متل) 23. "خپلې اندېښنې په څېري جیب کې واچوه." (چینايي متل) 24. "ډېر خوراک د لوږې څخه زیات زیانمن دی." (الماني متل) 25. "هره ورځ وکره، او هره ورځ وخوره." (مصري متل) 26. "ای انسانه، مرګ مه هېروه، ځکه دا تا نه هېروي." (ترکي متل) 27. "انتقام لنډمهاله خوند لري، خو بخښنه تلپاتې سکون ورکوي." (هسپانوي متل) 28. "مینه او خوشبويي پټولی نه سې." (چینايي متل) 29. "هغه څوک چې جیب یې تش وي، باید خپله ژبه خوږه کړي." (ملایشي متل) 30. "د اوبو کوچني څاڅکۍ هم سیند جوړولی سي." (جاپاني متل) 31. "الله مرغانو ته روزي ورکوي، خو هغوی باید د هغې لپاره الوت وکړي." (هالنډي متل) 32. "مینه تر هغو پاتې کېږي چې پیسې وي." (فرانسوي متل) 33. "څوک چې خپل ملګري ته پور ورکوي، دواړه له لاسه ورکوي." (فرانسوي متل)
❤️ 1

Comments