
Wasiweb.com واسع ويب
40 subscribers
About Wasiweb.com واسع ويب
واسع ويب - وړيا پوهنغونډ
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

آيا تاسو کوم وينا لرئ؟ نو ووایاست واسع ويب - وړيا پوهنغونډ wasiweb.com facebook.com/wasiwebcom x.com/wasiwebcom instagram.com/wasiwebcom t.me/wasiwebcom youTue.com/@wasiwebcom

د صبر مېوه په پخوا زمانو کې، په یوه کلي کې سلیم نومی هلک اوسېده. هغه ډېر هوښیار او زړور و، خو بېصبره هم و. کله به یې چې کوم کار پیل کړ، ژر به ستړی شو، او کله چې کومه ستونزه ور پېښه شوه، سمدلاسه به یې شکایت کاوه. یوه ورځ، سلیم د خپل نیکه سره کښت ته ولاړ. نیکه د انځر یو تخم واخیست او په ځمکه کې یې وکرل. سلیم حیران شو او ویې ویل: "نیکه، دا به ډېر وخت ونیسي! زه نه شم کولای چې دومره انتظار وباسم!" نیکه وخندل او ورته ویې ویل: "زویه، هر څه خپل وخت غواړي. صبر وکړه، بیا به پوه شې." کلونه تېر شول، او سلیم هېر کړل، چې نیکه انځر کرلی و. یوه ورځ، کله چې هغه بېرته خپل زاړه کور ته راستون شو، یو ستر، شین او میوهدار انځر ته یې سترګې شوې! د هغه زړه له خوشحالۍ ډک شو. نیکه موسکی شو او ویې ویل: "وینې، زویه؟ که ته د تخم له کرلو وروسته ناامیده شوی وای او صبر نه وای کړې، نو نن به دې دا خوږې انځرې نه وای خوړلې!" له هماغې ورځې، سلیم د صبر ارزښت درک کړ. هغه زده کړل، چې هر څه خپل وخت غواړي، او که یو څوک صبر وکړي، د صبر مېوه به خامخا خوږه وي. د کیسې درس: ښه کارونه زحمت، وخت او صبر غواړي. که حوصله ولرو، پایله به خامخا مثبته وي.

کوم يو د لمريز نظام تر ټولو لوی سياره ده؟ 1. ځمکه 2. مريخ 3. مشتري 4. زهره په کمنټ کې وليکئ واسع ويب - وړيا پوهنغونډ wasiweb.com facebook.com/wasiwebcom x.com/wasiwebcom instagram.com/wasiwebcom t.me/wasiwebcom youTue.com/@wasiwebcom

د ټاپ فین کېدل سخت نه دي! تاسو کولی شئ د واسع ویب پوسټونه لایک کړئ، نظرونه مو ولیکئ، له خپلو ملګرو سره یې شریک کړئ او خپل ملګري هم راوبلئ. چانس مه ضایع کوئ! د راتلونکې اونۍ ټاپ فین کېدای شي همدا تاسو اوسئ!

د نړۍ د مختلفو هېوادونو غوره متلونه: دويمه برخه 21. "هغه خلک چې ورکړه کوي، باید د خپلي ورکړي خبره ونه کړي؛ او هغه خلک چې تر لاسه کوي یې، باید د تر لاسه کولو یادونه وکړي." (پرتګالي متل) 22. "یوه لوی ونه زیات سیوری کوي، خو لږه مېوه ورکوي." (ایټالوي متل) 23. "خپلې اندېښنې په څېري جیب کې واچوه." (چینايي متل) 24. "ډېر خوراک د لوږې څخه زیات زیانمن دی." (الماني متل) 25. "هره ورځ وکره، او هره ورځ وخوره." (مصري متل) 26. "ای انسانه، مرګ مه هېروه، ځکه دا تا نه هېروي." (ترکي متل) 27. "انتقام لنډمهاله خوند لري، خو بخښنه تلپاتې سکون ورکوي." (هسپانوي متل) 28. "مینه او خوشبويي پټولی نه سې." (چینايي متل) 29. "هغه څوک چې جیب یې تش وي، باید خپله ژبه خوږه کړي." (ملایشي متل) 30. "د اوبو کوچني څاڅکۍ هم سیند جوړولی سي." (جاپاني متل) 31. "الله مرغانو ته روزي ورکوي، خو هغوی باید د هغې لپاره الوت وکړي." (هالنډي متل) 32. "مینه تر هغو پاتې کېږي چې پیسې وي." (فرانسوي متل) 33. "څوک چې خپل ملګري ته پور ورکوي، دواړه له لاسه ورکوي." (فرانسوي متل)

#قيصه د یوه کوچني هلک او د سپوږمۍ ارمان یو ځل یوه غریبه کورنۍ په یوه کوچني کلي کې ژوند کاوه. په دې کورنۍ کې یو کوچنی هلک و چې تل د آسمان سپوږمۍ ته کتل او ویل به یې: "یو وخت به زه سپوږمۍ ته ورشم!" د هغه مور به تل موسکۍ وه او ویل به یې: "زویه، د زړه خبرې تل رښتیا کېږي که ته باور او هڅه وکړې." یو ورځ، د ښوونځي ښوونکي له ماشومانو وغوښتل چې خپل ارمانونه ولیکي. هلک په خپل کتاب ولیکل: "زه غواړم د سپوږمۍ په سر قدم کېږدم." کله چې ښوونکي دا ولیده، موسکۍ شوه او په حیرانتیا یې وویل: "زویه، دا کار سخت دی، خو که اراده ولرې، هېڅ شی ناشونی نه دی." هلک د خپل ښوونکي خبرو ته پوره باور وکړ. هغه هره ورځ درس ویلو ته سخت کار پیل کړ. کلونه تېر شول. هغه خپل درسونه په شوق او مینې سره زده کړل او د انجینري زده کړې لپاره پوهنتون ته لاړ. په پای کې، د هغه ارمان حقیقت شو! هغه د یوې فضايي پروژې برخه شو او د ساینس په مرسته سپوږمۍ ته ورسېد. کله چې هغه سپوږمۍ ته ودرېد، خپله مور یې په یاد راوړه او موسکۍ شو. هغه د آسمان په لوري وکتل او وویل: "مورې، زما زړه خبرې رښتیا شوې!" --

مشهورې ویناوې : 📌 "تعلیم هغه وسله ده چې تاسو یې کولی شئ نړۍ پرې بدله کړئ." — نیلسن منډیلا 📌 "که غواړې بریالی شې، نو هره ناکامي د زده کړې فرصت وګڼه." — توماس اډیسن 📌 "بدلون هغه کسان راولي، چې باور لري دوی یې راوستی شي." — بارک اوباما 📌 "د سبا ښه راتلونکی هغه څوک جوړوي، چې نن سخت کار کوي." — البرټ آینسټاین 📌 "هیڅوک نشي کولی تاسې ته دا احساس درکړي، چې تاسې کمزوري یاست، پرته له دې چې تاسې خپله اجازه ورکړئ." — ایلینور روزویلټ 📌 "د ژوند راز دا دی، چې ماته ونه منې او تل د زده کړې هڅه وکړې." — بروس لي 📌 "هڅه مه پریږده، ځکه چې لویې بریاوې تل د سختو هڅو نتیجه وي." — مایکل جوردن 📌 "تېر وخت نشې بدلولی، خو راتلونکی ستا په لاس کې دی." — نامعلوم 📌 "خپل اهداف داسې لوړ وټاکئ، چې خلک ستاسو پر خوبونو وخاندي، خو هڅه مو داسې قوي وي، چې هغوی درسره حیران شي." نامعلوم واسع ويب - وړيا پوهنغونډ wasiweb.com facebook.com/wasiwebcom x.com/wasiwebcom instagram.com/wasiwebcom t.me/wasiwebcom youTue.com/@wasiwebcom

نن ورځ د فبروري ۴مه د سرطان ناروغۍ نړیواله ورځ ده د سرطان نښې نښانې تر ټولو مهمه دا ده، چې سرطان د بدن په کومه برخه کې دی. د طبي کارپوهانو په وينا د بدن کومه عضو کې د حجراتو بې اندازې غټېدل، چې کله د رسولۍ په څېر را څرګنديږي او د وخت په تېرېدو داسې ځای ته رسيږي، چې درملنه يې هم ممکنه نه وي، د دې تر څنګ له کوم ظاهري لامل پرته وزن کمېدل، اوږد مهالې تبه، کانګې او ډکو متيازو کې وينه راتلل يا د بدن کومه برخه کې د غدو غټېدل د سرطان نښې بلل کيږي، مګر موږ تاسې بايد په خپله د سرطان او نه سرطان پرېکړه ونه کړو او بايد په دې اړه له مختصص ډاکټر سره مشوره وکړو. دلته ولولئ https://wp.me/p9T9Bk-aJc