عرفان الله شرفزوی
عرفان الله شرفزوی
February 2, 2025 at 02:13 AM
نازنین هغه پیغله وه، چې لس نیم کاله وړاندې یې باګرام ولسوالۍ کې پر امریکایي ځواکونو برید کې یو امریکایي پوځي وواژه. هغې ته! .......ـ....... نازنین! ستا به ځکه نه یادېږي، چې دا پېښه ستا له کلي سلګونه میله لرې د تورې بوړې په غرونو کې رامنځ ته شوې؛ هلته چې زما کلی دی. نازنین! کیسه درته کوم؛ شپه دوه برخې تېره شوې وه او سهار ته یوازې څو ساعتونه پاتې وو، چې د تورې بوړې په غرونو تندرونه راپرېوتل. اوه! یو به ځمکې ته نه و رسېدلی، چې په اسمان کې به د نورو رڼاگانې ولیدل شوې او شېبه وروسته به ځمکه وښورېده، یو دروند اواز به پورته شو او هغه ځای به لمبو غېږه کې واخیست. ماشومانو په میندو پسې بې اختیاره ځغستل، سپین ږیري به گام په گام پرځېدل، ځوانانو هر طرف منډې وهلې او ستا په څېر پېغلو به په وارخطایۍ کله ماشومان ځغلول او کله سپین ږیري له ځمکې پورته کول. نازنین! وبه منې، چې په دې شپه تر پینځه سوو زیات تندرونه را پرېوتل او زرګونو انسانانو هره خوا وځغستل. نازنین! یوازې خبره په ځغستلو تمامه نشوه، بلکې د "دَور خان" کور یې له خاورو سره داسې خاورې کړ، چې بې له ده او پلاره یې، نور د کور ټول په خوب ویده ماشومان او د دَور خان ځوانه ښځه ټوټه ټوټه کړل. نازنین! پوهېږې، چې تندرونه چا راوغورځول؟ نه، نه ته نه یې خبره، ځکه دا پېښه ستا له کلي سلګونه میله لرې د تورې بوړې په غرونو کې رامنځ ته شوې؛ هلته چې زما کلی دی. نازنین! د تندرونو په غورځوونکو کې یوه امریکایي پېغله هم وه، چې د چورلکې په هر تندر یې د سلگونو ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو له خولو د هیبت چیغې پورته کولې او د دَورخان کورنۍ یې له خاورو سره خاورې کړه. دَورخان به د څادر په پیڅکه اوښکې پاکې کړې، خو بېرته به یې پر مخ دانه دانه راپرېوتې؛ له لسو کلونو کمکي شپږ ماشومان یې هره شېبه مخ ته ولاړ وو او له ده یې روپۍ غوښتې، خو ده به چې جیب ته لاس کړ، نو د پورې غونډۍ په سر به باد د قبرونو جنډې په زوره زوره ورپولې او غږ به یې د دَورخان له سترگو رڼې اوښکې پر مخ ماتې کړې. نازنین! ستا به ځکه نه یادېږي، چې دا پېښه ستا له کلي سلګونه میله لرې د تورې بوړې په غرونو کې رامنځ ته شوه؛ هلته چې زما کلی دی. نازنین! ته پوهېږې د دَورخان کمکي ماشومان او ځوانه ښځه یې چې شهـیدان کړل؛ له هغې پېغلې سره څه وشول؟ هغې چورلکه ستا د کلي تر څنگ باگرام هوایي ډگر کې کېنوله او ډېرو نورو له چورلکې له راکوزېدو سره سم په ویاړ په غېږو کې ونیوه او په سبا یې په ویاړ مېډال ځکه ورکړل شو، چې په توره بوړه یې بمونه ورولي وو او د دَورخان کورنۍ یې له خاورو سره خاورې کړې وه، خو کله چې تا پر امریکایي پوځي ټوپک ونیو …. نازنین! ته پوهېږې، چې کومه ورځ تا په خپل کلي کې پر امریکایي ځواکونو د ټوپک شپېلۍ ور واړوله، نو ستا ددې کار څرمره هرکلی وشو؟ نه، نه ته نه پوهېږې؛ ځکه ستا د ټوپک له ډز سره ستا په بدن هم د مرمیو باران را وورېد او تا د میوند د ملالې په څېر د خپلې کارنامې پایله ونه لیده. ښه شوه، چې ودې نه لیده؛ ځکه مونږ چې ولیده، نو له سترگو مو اوښکې روانې وې او ژړل مو. نازنین! پوهېږې، چې ولې مو ژړل؟ نه، نه ته نه پوهېږې، ځکه ته تر خاورو لاندې یې؛ نه غلط شوم ته جنت ته لاړه یې او مونږ دې دوزخیانو ته پریښي یو. هو هغو دوزخیانو ته، چې ستا دا ستره کارنامه یې لیدلې وه، خو د میوند د ملالې د کارنامې په څېر یې بدرگه نکړه. هاغه دی زه یې وینم، چې ها شاعر ستا له کارنامې خبر دی، خو تا نه ستایي؛ ځکه تا د هېواد د خپلواکۍ او ناموس ساتنې ګام اخیستی و، خو ها شاعر کوښښ کوي، چې دا پیغامونه په سرو شونډو او شنو خالونو واړوي او نور څوک د ټوپک په ژبه خبرې ونه کړي. هاغلته یو لیکوال هم په همدې هڅه کې دی او ستا د کارنامې په اورېدو یې ټنډه تروه شوه، ځکه دې لیکوال دا څو کاله هڅه وکړه، چې ټوپک وغندي او د غلامۍ تعبیر په خپلواکۍ واړوي. نازنین! هاغه دوزخي وینې؟ نه، نه ته یې ځکه نه وینې، چې ته تر خاورو لاندې یې؛ نه غلط شوم ته جنت ته لاړې او مونږ دې دوزخیانو ته پرېښودو. هغه ستا کارنامه د هېواد او ناموس ساتنه نه بولي، بلکې تا فقط یوه احساساتي پېغله بولي، چې غولېدلې یې. نازنین! وۍ ته خو په ژړا شوې، اوه! نازنین ته خو ژاړې؛ ما خو تاته غولېدلې پېغله نه دي ویلي، بلکې د دوزخیانو د خولې خبره مې درته وکړه؛ د هغو دوزخیانو خبره، چې په خپله غولېدلي او اوس د خپلې غولېدنې د ناسمې توجیه لپاره ستا په څېر د خپلواکۍ اتلانو ته غولېدلي وایي. نازنین! زه تا د خپلواکۍ اتله گڼم، زه تا د ناموس ساتنې اتله گڼم، زه تا د میوند د ملالې خور گڼم، زه تا د هېواد په تاریخ کې ویاړمنه پېغله گڼم، زه تا تر زرگونو ځوانانو پیاوړې او آغلې گڼم، زه تا یوازې د محمدا جان اکا لور نه، بلکې د اُمت لور گڼم. اوه ته مه ژاړه! مونږ ستا لاره نه پرېږدو، مونږ ستا ویاړ نه هېروو، مونږ به د خپل هېواد د تاریخ په پاڼو کې په تا ویاړو، مونږ ستا ارمان پوره کړی او دا خاوره مو له یرغلگرو ازاده کړې. نازنین! ستا کارنامه زمونږ ویاړ دی او پر تا ویاړو. هو نازنین! ستا کارنامه زمونږ ویاړ دی او پر تا ویاړو.
👍 1

Comments