عرفان الله شرفزوی WhatsApp Channel

عرفان الله شرفزوی

71 subscribers

About عرفان الله شرفزوی

دلته به د لیکوال او بشرپال په توګه زما لیکنې لولئ.

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

عرفان الله شرفزوی
عرفان الله شرفزوی
2/2/2025, 2:13:57 AM

نازنین هغه پیغله وه، چې لس نیم کاله وړاندې یې باګرام ولسوالۍ کې پر امریکایي ځواکونو برید کې یو امریکایي پوځي وواژه. هغې ته! .......ـ....... نازنین! ستا به ځکه نه یادېږي، چې دا پېښه ستا له کلي سلګونه میله لرې د تورې بوړې په غرونو کې رامنځ ته شوې؛ هلته چې زما کلی دی. نازنین! کیسه درته کوم؛ شپه دوه برخې تېره شوې وه او سهار ته یوازې څو ساعتونه پاتې وو، چې د تورې بوړې په غرونو تندرونه راپرېوتل. اوه! یو به ځمکې ته نه و رسېدلی، چې په اسمان کې به د نورو رڼاگانې ولیدل شوې او شېبه وروسته به ځمکه وښورېده، یو دروند اواز به پورته شو او هغه ځای به لمبو غېږه کې واخیست. ماشومانو په میندو پسې بې اختیاره ځغستل، سپین ږیري به گام په گام پرځېدل، ځوانانو هر طرف منډې وهلې او ستا په څېر پېغلو به په وارخطایۍ کله ماشومان ځغلول او کله سپین ږیري له ځمکې پورته کول. نازنین! وبه منې، چې په دې شپه تر پینځه سوو زیات تندرونه را پرېوتل او زرګونو انسانانو هره خوا وځغستل. نازنین! یوازې خبره په ځغستلو تمامه نشوه، بلکې د "دَور خان" کور یې له خاورو سره داسې خاورې کړ، چې بې له ده او پلاره یې، نور د کور ټول په خوب ویده ماشومان او د دَور خان ځوانه ښځه ټوټه ټوټه کړل. نازنین! پوهېږې، چې تندرونه چا راوغورځول؟ نه، نه ته نه یې خبره، ځکه دا پېښه ستا له کلي سلګونه میله لرې د تورې بوړې په غرونو کې رامنځ ته شوې؛ هلته چې زما کلی دی. نازنین! د تندرونو په غورځوونکو کې یوه امریکایي پېغله هم وه، چې د چورلکې په هر تندر یې د سلگونو ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو له خولو د هیبت چیغې پورته کولې او د دَورخان کورنۍ یې له خاورو سره خاورې کړه. دَورخان به د څادر په پیڅکه اوښکې پاکې کړې، خو بېرته به یې پر مخ دانه دانه راپرېوتې؛ له لسو کلونو کمکي شپږ ماشومان یې هره شېبه مخ ته ولاړ وو او له ده یې روپۍ غوښتې، خو ده به چې جیب ته لاس کړ، نو د پورې غونډۍ په سر به باد د قبرونو جنډې په زوره زوره ورپولې او غږ به یې د دَورخان له سترگو رڼې اوښکې پر مخ ماتې کړې. نازنین! ستا به ځکه نه یادېږي، چې دا پېښه ستا له کلي سلګونه میله لرې د تورې بوړې په غرونو کې رامنځ ته شوه؛ هلته چې زما کلی دی. نازنین! ته پوهېږې د دَورخان کمکي ماشومان او ځوانه ښځه یې چې شهـیدان کړل؛ له هغې پېغلې سره څه وشول؟ هغې چورلکه ستا د کلي تر څنگ باگرام هوایي ډگر کې کېنوله او ډېرو نورو له چورلکې له راکوزېدو سره سم په ویاړ په غېږو کې ونیوه او په سبا یې په ویاړ مېډال ځکه ورکړل شو، چې په توره بوړه یې بمونه ورولي وو او د دَورخان کورنۍ یې له خاورو سره خاورې کړې وه، خو کله چې تا پر امریکایي پوځي ټوپک ونیو …. نازنین! ته پوهېږې، چې کومه ورځ تا په خپل کلي کې پر امریکایي ځواکونو د ټوپک شپېلۍ ور واړوله، نو ستا ددې کار څرمره هرکلی وشو؟ نه، نه ته نه پوهېږې؛ ځکه ستا د ټوپک له ډز سره ستا په بدن هم د مرمیو باران را وورېد او تا د میوند د ملالې په څېر د خپلې کارنامې پایله ونه لیده. ښه شوه، چې ودې نه لیده؛ ځکه مونږ چې ولیده، نو له سترگو مو اوښکې روانې وې او ژړل مو. نازنین! پوهېږې، چې ولې مو ژړل؟ نه، نه ته نه پوهېږې، ځکه ته تر خاورو لاندې یې؛ نه غلط شوم ته جنت ته لاړه یې او مونږ دې دوزخیانو ته پریښي یو. هو هغو دوزخیانو ته، چې ستا دا ستره کارنامه یې لیدلې وه، خو د میوند د ملالې د کارنامې په څېر یې بدرگه نکړه. هاغه دی زه یې وینم، چې ها شاعر ستا له کارنامې خبر دی، خو تا نه ستایي؛ ځکه تا د هېواد د خپلواکۍ او ناموس ساتنې ګام اخیستی و، خو ها شاعر کوښښ کوي، چې دا پیغامونه په سرو شونډو او شنو خالونو واړوي او نور څوک د ټوپک په ژبه خبرې ونه کړي. هاغلته یو لیکوال هم په همدې هڅه کې دی او ستا د کارنامې په اورېدو یې ټنډه تروه شوه، ځکه دې لیکوال دا څو کاله هڅه وکړه، چې ټوپک وغندي او د غلامۍ تعبیر په خپلواکۍ واړوي. نازنین! هاغه دوزخي وینې؟ نه، نه ته یې ځکه نه وینې، چې ته تر خاورو لاندې یې؛ نه غلط شوم ته جنت ته لاړې او مونږ دې دوزخیانو ته پرېښودو. هغه ستا کارنامه د هېواد او ناموس ساتنه نه بولي، بلکې تا فقط یوه احساساتي پېغله بولي، چې غولېدلې یې. نازنین! وۍ ته خو په ژړا شوې، اوه! نازنین ته خو ژاړې؛ ما خو تاته غولېدلې پېغله نه دي ویلي، بلکې د دوزخیانو د خولې خبره مې درته وکړه؛ د هغو دوزخیانو خبره، چې په خپله غولېدلي او اوس د خپلې غولېدنې د ناسمې توجیه لپاره ستا په څېر د خپلواکۍ اتلانو ته غولېدلي وایي. نازنین! زه تا د خپلواکۍ اتله گڼم، زه تا د ناموس ساتنې اتله گڼم، زه تا د میوند د ملالې خور گڼم، زه تا د هېواد په تاریخ کې ویاړمنه پېغله گڼم، زه تا تر زرگونو ځوانانو پیاوړې او آغلې گڼم، زه تا یوازې د محمدا جان اکا لور نه، بلکې د اُمت لور گڼم. اوه ته مه ژاړه! مونږ ستا لاره نه پرېږدو، مونږ ستا ویاړ نه هېروو، مونږ به د خپل هېواد د تاریخ په پاڼو کې په تا ویاړو، مونږ ستا ارمان پوره کړی او دا خاوره مو له یرغلگرو ازاده کړې. نازنین! ستا کارنامه زمونږ ویاړ دی او پر تا ویاړو. هو نازنین! ستا کارنامه زمونږ ویاړ دی او پر تا ویاړو.

👍 1
عرفان الله شرفزوی
عرفان الله شرفزوی
2/2/2025, 2:48:42 AM

پوره لس کاله وړاندې په سنګین کې د یو واده پر کور د اردو پوستو هاوانونه او راکټونه وویشل او د څو نورو پېغلو، ماشومانو او سپین ږیرو ترڅنګ یې ناوې هم ټپي کړه، چې په دویمه ورځ یې روغتون کې ساه ورکړه. هغې ته! آه د سنگين ناوه کۍ! ته غوږ شه زه ستا په څېر د یوې بلې معصومې ناوه کۍ کیسه درته وکړم: ماته یاد دي، چې چورلکه د جلال اباد د هسکې مېنې په غرونو کې د کمالې د کلي په سر د واده په ډولۍ راوگرځيده او له ډولۍ سره د ناوې همزولو پېغلو، ماشومانو او ښځو اسمان ته وکتل. چورلکې هوا کې لوټ وخوړ، بېرته را وگرځيده؛ چې د ناوې د ډولۍ سر ته راورسیده، نو له خېټې یې سپین پړکونه شول. لومړی پړک چې ځمکې ته راورسید، نو ورسره غبرگ د کمالې د کلي په لمن کې د ناوې د همزولو پېغلو، ماشومانو او ښځو جسدونه هوا ته پورته شول. دویم پړک د ناوې ډولۍ د ځوانانو او سپین ږیرو له اوږو وغورځوله او د څو ځوانانو او سپین ږیرو جسدونه هره خوا ورغړیدل. آه ناوه کۍ! چورلکه لاړه لاړه لاړه؛ د سپین غره په ډډه کې د کمالې د کلي د پېغلو، ماشومانو، ځوانانو او سپین ږیرو د بدنونو د شَټَنَکو لیدو ته بېرته راوګرځېده؛ یوه دوره یې وخوړه او بیا لاړه. خو د کمالې د کلي د واده د زلمي کور ته د روانې ډولۍ ترڅنگ د مسکاو او خوښیو فضا زگیرویو او وینو ونیوه او هر لور ته د معصومو جسدونو ټوټو شَټَنَکې وهلې. د مړ.و له منځه د څو ماشومانو ژړا کې د "ادې، ادې" نارې اوریدل کیدې او د څو پېغلو له خولو د "اخ مړه شوم" غږونو د ماشومانو د زګیرویو ملتیا کوله او بیا ټول خاموش شول. آه د سنگين ناوه کۍ! هغه ستا په څېر د راتلونکي ژوند لپاره د ډېرو ښایسته خوبونو لیدونکې معصومې ناوه کۍ په خوله کې غږ نه و او هلته لرې څو ټوټې پرته وه، هر لوري ته د ښځو او ځوانانو جسدونو شَټَنَکې وهلې؛ د څو معصومو ماشومانو او ښځو د بدن ټوټې په ونو کې نښتې وې. شېبه وروسته چې د کلي خلک د شَټیدونکو جسدونو ځای ته را ورسیدل، نو د معصومې ناوه کۍ د بدن له غوښو نری سپین لوگی پورته کیدو او د غره له غاړې ښکته د روانو وینو یوه لښتي د روانو اوبو په څېر غږ کاوه. چا د خپل ماشوم زوی لټه کوله، چا د خپلې پیغلې خور جسد لټاوه، چا د خپل سپین ږیري پلار لټه کوله او چا د خپلې سپین سرې مور جسد لټاوه؛ خو ډېر یوازې د ګوتو په شمېر څو کسان بختور وو، چې د خپلې مور، زوی، ورور، پلار او یا خور په جسد کې یې ساه پیدا کړه. آه ناوه کۍ! ته خو بختوره وې، چې پر تا د راغلي ناورین وروسته دې هم یوه ورځ ژوند وکړای شو او کوم چا د ترهگر نوم درنکړ، خو د کمالې د کلي په لمن کې د شهیدې شوې ناوه کۍ، پېغلو، ماشومانو او ښځو جسدونه لا راټول شوي نه وو، چې له راډيو مې واوریدل: "د جلال اباد د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې له ۵۰ زیات ترهگر ووژل شول". آه د سنگين ناوه کۍ! هغه شپې د ویر شپې وې، هغه شپې په اوښکو بدرگه کیدې، هغه شپې په ویخه تېریدې، په هغې شپو کې د معصومو ماشومانو او ښځو د ژوند په وینو لړلې وروستۍ سلگۍ د هر چا غوږنو کې وې او په هغې شپو کې هغه انځور له سترگو لپه لپه اوښکې وبهولې، چې د واده زلمی د خپلې ناوې د خاورو ډېري ته ناست دی او د خپلې ناوې قبر ته د راتلونکي تباه شوي ژوند معصومې کیسې کوي. د سنگين ناوه کۍ! ستا غم له هغې شېبو کم نه و، هغه وخت مونږ بختور وو، چې د ناوه کۍ د تباه شوي ژوند وروستۍ سلگۍ مو وانه ورېدې، هغې ناوه کۍ مونږ ته د خپل تباه شوي ژوند کیسه په مړو سترگو او وروستیو سلگیو کې ونکړه، هغې ناوه کۍ د چورلکې له سپین پړک سره غبرگ د ژوند وروستۍ سلگۍ ووهلې، خو تا د خپل ژوند وروستۍ سلگۍ د راکټونو له سپینو پړکونو یوه ورځ وروسته د خپل گډ ژوند د ملگري په غېږه کې ووهلې او ستا وروستیو سلگيو مونږ ته ستا د تباه شوي ژوند کیسه په اوښکو وکړه. ستا پر خوښیو د ظالمانو وریدونکو راکټونو زمونږ له زړه وینې وبهولې او د شهیدو شویو ماشومانو او ښځو جسدونو مو شپې په اوښکو کړې، خو ستا وروستیو سلگيو مونږ ته داسې درد راکړ، چې مونږ تر کلونو هېر نکړ. آه د سنگين ناوه کۍ! ستا وروستیو سلگيو له مونږ پوښتل، چې: زما د خوښیو له اخیستونکي به زما پوښتنه وکړای شئ؟ زما درد به تاسو ته د انتقام هوډ درکړای شي؟ او زما د تباه شوي ژوند داستان به هېر کړﺉ؟ نه خورکۍ هیڅکله نه؛ ستا د درد او غم کیسه د هېریدو نه وه، ستا د خوښۍ شیبې چې چا په ویر بدلې کړې زمونږ د ټوپک شپېلۍ هیڅکله ترې وانه وخته، ستا انتقام مو د خپل کور د خورکۍ انتقام وباله او ستا د تباه شوي ژوند کیسه زمونږ د خپلې خور د تباه شوي ژوند کیسه وه. خورکۍ! ستا سلگۍ مو سترگو سترگو ته کیدې او ستا د قبر سر ته ولاړې جنډې مو په رگونو کې مړ احساس پاراوه. خورکۍ! ته به خبره شوې یې که نه، چې ستا قاتلینو زمونږ د انتقام څکه کړې او د هغوی له لارویو مو هېواد ازاد کړی. خو آه زما د سنگين معصومې ناوه کۍ! ته لاړې او غم دې په خدای ډېره بربادي وکړه.

👍 1
عرفان الله شرفزوی
عرفان الله شرفزوی
2/5/2025, 6:26:40 AM

‏د جولاني د مېرمنې انځورونو خپریدو زموږ ټولنه کې منفي عکس العمل زېږولی. دې ته مو باید پام وي، چې د سوریې ولس د خپلو علماو د دلایلو پر بنسټ د ښځې مخ عورت نه بولي او زموږ ولس یې بولي. بل دا چې زمونږ تګلوری دیوبندي دی او د هغوی اخواني. ددې دواړو تګلارو ترمنځ اختلافي مسایلو ته ‏باید د حق او باطل نوم ورنکړل شي، بلکې د راجح او مرجوح په نظر ورته وکتل شي. د ښځې د مخ پټول فقهي اختلافي مسئله ده؛ البته تر ډېره د متأخرینو ترمنځ. همداسې سیاسي فعالیتونه هم در واخلئ. که د جولاني شالید موږ سره نه وای، نو بیا مو یې پر اقداماتو د "خو" ګوته ایښودای شوای. زموږ د کولتور او د سوریې د کولتور هم جلا لیدلوري او غوښتنې دي.

👍 ❤️ 3
Link copied to clipboard!