
عرفان الله شرفزوی
February 2, 2025 at 02:48 AM
پوره لس کاله وړاندې په سنګین کې د یو واده پر کور د اردو پوستو هاوانونه او راکټونه وویشل او د څو نورو پېغلو، ماشومانو او سپین ږیرو ترڅنګ یې ناوې هم ټپي کړه، چې په دویمه ورځ یې روغتون کې ساه ورکړه. هغې ته!
آه د سنگين ناوه کۍ!
ته غوږ شه زه ستا په څېر د یوې بلې معصومې ناوه کۍ کیسه درته وکړم:
ماته یاد دي، چې چورلکه د جلال اباد د هسکې مېنې په غرونو کې د کمالې د کلي په سر د واده په ډولۍ راوگرځيده او له ډولۍ سره د ناوې همزولو پېغلو، ماشومانو او ښځو اسمان ته وکتل. چورلکې هوا کې لوټ وخوړ، بېرته را وگرځيده؛ چې د ناوې د ډولۍ سر ته راورسیده، نو له خېټې یې سپین پړکونه شول. لومړی پړک چې ځمکې ته راورسید، نو ورسره غبرگ د کمالې د کلي په لمن کې د ناوې د همزولو پېغلو، ماشومانو او ښځو جسدونه هوا ته پورته شول. دویم پړک د ناوې ډولۍ د ځوانانو او سپین ږیرو له اوږو وغورځوله او د څو ځوانانو او سپین ږیرو جسدونه هره خوا ورغړیدل.
آه ناوه کۍ!
چورلکه لاړه لاړه لاړه؛ د سپین غره په ډډه کې د کمالې د کلي د پېغلو، ماشومانو، ځوانانو او سپین ږیرو د بدنونو د شَټَنَکو لیدو ته بېرته راوګرځېده؛ یوه دوره یې وخوړه او بیا لاړه. خو د کمالې د کلي د واده د زلمي کور ته د روانې ډولۍ ترڅنگ د مسکاو او خوښیو فضا زگیرویو او وینو ونیوه او هر لور ته د معصومو جسدونو ټوټو شَټَنَکې وهلې. د مړ.و له منځه د څو ماشومانو ژړا کې د "ادې، ادې" نارې اوریدل کیدې او د څو پېغلو له خولو د "اخ مړه شوم" غږونو د ماشومانو د زګیرویو ملتیا کوله او بیا ټول خاموش شول.
آه د سنگين ناوه کۍ!
هغه ستا په څېر د راتلونکي ژوند لپاره د ډېرو ښایسته خوبونو لیدونکې معصومې ناوه کۍ په خوله کې غږ نه و او هلته لرې څو ټوټې پرته وه، هر لوري ته د ښځو او ځوانانو جسدونو شَټَنَکې وهلې؛ د څو معصومو ماشومانو او ښځو د بدن ټوټې په ونو کې نښتې وې.
شېبه وروسته چې د کلي خلک د شَټیدونکو جسدونو ځای ته را ورسیدل، نو د معصومې ناوه کۍ د بدن له غوښو نری سپین لوگی پورته کیدو او د غره له غاړې ښکته د روانو وینو یوه لښتي د روانو اوبو په څېر غږ کاوه.
چا د خپل ماشوم زوی لټه کوله، چا د خپلې پیغلې خور جسد لټاوه، چا د خپل سپین ږیري پلار لټه کوله او چا د خپلې سپین سرې مور جسد لټاوه؛ خو ډېر یوازې د ګوتو په شمېر څو کسان بختور وو، چې د خپلې مور، زوی، ورور، پلار او یا خور په جسد کې یې ساه پیدا کړه.
آه ناوه کۍ!
ته خو بختوره وې، چې پر تا د راغلي ناورین وروسته دې هم یوه ورځ ژوند وکړای شو او کوم چا د ترهگر نوم درنکړ، خو د کمالې د کلي په لمن کې د شهیدې شوې ناوه کۍ، پېغلو، ماشومانو او ښځو جسدونه لا راټول شوي نه وو، چې له راډيو مې واوریدل:
"د جلال اباد د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې له ۵۰ زیات ترهگر ووژل شول".
آه د سنگين ناوه کۍ!
هغه شپې د ویر شپې وې، هغه شپې په اوښکو بدرگه کیدې، هغه شپې په ویخه تېریدې، په هغې شپو کې د معصومو ماشومانو او ښځو د ژوند په وینو لړلې وروستۍ سلگۍ د هر چا غوږنو کې وې او په هغې شپو کې هغه انځور له سترگو لپه لپه اوښکې وبهولې، چې د واده زلمی د خپلې ناوې د خاورو ډېري ته ناست دی او د خپلې ناوې قبر ته د راتلونکي تباه شوي ژوند معصومې کیسې کوي.
د سنگين ناوه کۍ!
ستا غم له هغې شېبو کم نه و، هغه وخت مونږ بختور وو، چې د ناوه کۍ د تباه شوي ژوند وروستۍ سلگۍ مو وانه ورېدې، هغې ناوه کۍ مونږ ته د خپل تباه شوي ژوند کیسه په مړو سترگو او وروستیو سلگیو کې ونکړه، هغې ناوه کۍ د چورلکې له سپین پړک سره غبرگ د ژوند وروستۍ سلگۍ ووهلې، خو تا د خپل ژوند وروستۍ سلگۍ د راکټونو له سپینو پړکونو یوه ورځ وروسته د خپل گډ ژوند د ملگري په غېږه کې ووهلې او ستا وروستیو سلگيو مونږ ته ستا د تباه شوي ژوند کیسه په اوښکو وکړه.
ستا پر خوښیو د ظالمانو وریدونکو راکټونو زمونږ له زړه وینې وبهولې او د شهیدو شویو ماشومانو او ښځو جسدونو مو شپې په اوښکو کړې، خو ستا وروستیو سلگيو مونږ ته داسې درد راکړ، چې مونږ تر کلونو هېر نکړ.
آه د سنگين ناوه کۍ!
ستا وروستیو سلگيو له مونږ پوښتل، چې: زما د خوښیو له اخیستونکي به زما پوښتنه وکړای شئ؟ زما درد به تاسو ته د انتقام هوډ درکړای شي؟ او زما د تباه شوي ژوند داستان به هېر کړﺉ؟
نه خورکۍ هیڅکله نه؛ ستا د درد او غم کیسه د هېریدو نه وه، ستا د خوښۍ شیبې چې چا په ویر بدلې کړې زمونږ د ټوپک شپېلۍ هیڅکله ترې وانه وخته، ستا انتقام مو د خپل کور د خورکۍ انتقام وباله او ستا د تباه شوي ژوند کیسه زمونږ د خپلې خور د تباه شوي ژوند کیسه وه.
خورکۍ! ستا سلگۍ مو سترگو سترگو ته کیدې او ستا د قبر سر ته ولاړې جنډې مو په رگونو کې مړ احساس پاراوه.
خورکۍ! ته به خبره شوې یې که نه، چې ستا قاتلینو زمونږ د انتقام څکه کړې او د هغوی له لارویو مو هېواد ازاد کړی.
خو آه زما د سنگين معصومې ناوه کۍ!
ته لاړې او غم دې په خدای ډېره بربادي وکړه.
👍
1