
عرفان الله شرفزوی
February 5, 2025 at 06:26 AM
د جولاني د مېرمنې انځورونو خپریدو زموږ ټولنه کې منفي عکس العمل زېږولی. دې ته مو باید پام وي، چې د سوریې ولس د خپلو علماو د دلایلو پر بنسټ د ښځې مخ عورت نه بولي او زموږ ولس یې بولي. بل دا چې زمونږ تګلوری دیوبندي دی او د هغوی اخواني. ددې دواړو تګلارو ترمنځ اختلافي مسایلو ته باید د حق او باطل نوم ورنکړل شي، بلکې د راجح او مرجوح په نظر ورته وکتل شي.
د ښځې د مخ پټول فقهي اختلافي مسئله ده؛ البته تر ډېره د متأخرینو ترمنځ. همداسې سیاسي فعالیتونه هم در واخلئ. که د جولاني شالید موږ سره نه وای، نو بیا مو یې پر اقداماتو د "خو" ګوته ایښودای شوای.
زموږ د کولتور او د سوریې د کولتور هم جلا لیدلوري او غوښتنې دي.
👍
❤️
3