خبرونه
February 9, 2025 at 04:22 PM
ملګري په څو ډوله دي؟
یو کس د بهلول نه پوښتنه وکړه: ملګري په څو ډوله دي؟
بهلول وویل: په درې ډوله دي.
اول: هغه ملګري دي، چې د ګور تر ورځې پورې تاسره وي، لکه مور، پلار، خور او ورور.
دویم: هغه ملګري دي، چې ته ژوندی یې تاسره وي، چې مړ شې له نورو سره ملګرتیا کوي، لکه سره زر، سپین زر او پیسې.
درېیم: هغه ملګري دي، چې له مرګ نه وروسته هم د انسان نه، نه جدا کیږي او هغه د انسان عملونه دي چې تل ورسره وي
❤️
1