خبرونه
February 12, 2025 at 06:34 PM
که انسان د هر درد په بدل کې اجر ته وګوري، د هرې سختۍ په مقابل کې د صبر خوږه میوه وڅکي او د هرې ازموینې په وړاندې د الله جل جلاله حکمت ته تسلیم شي، نو هېڅ درد به ورته دروند ونۀ ښکاري، پر هېڅ مشکل به د شکایت دروازې ونۀ ټکوي، بلکې هره ازموینه به د ځان لپاره د تزکیې او لوړوالي وسیله وګڼي.
صبر، شکر او قناعت هغه زینې دي چې انسان د الله جل جلاله قرب ته رسوي.