
خبرونه
February 19, 2025 at 01:18 PM
راځئ د دوه ګوتو✌ په نښان ځان پوه كړو!
د دوو ګوتو✌ ښودنه د کاميابۍ ، خوشالۍ او انځور اخيستنې په وخت کې کېږي.
د دوو ګوتو✌ ښودنه اشاره ده د انګليسي ژبې د (V) توري ته چې د (Victory) مخفف دی معنا يې کاميابي ده، مګر اصلي دليل او تاريخچه يې په لاندې ډول ده:
کله چې مسلمانانو سره صليبيانو او يهوديانو جنګ کوه؛ نو چې مسلمانان به مغلوب شول او کفار به غالب ، نو مسيحيانو به د دوه ګوتو✌ په نښان سره چې يوه د شهادت ګوته او بله منځنۍ ګوته په داسې حال کې چې نورې ګوتې به يې سره يو ځای نيولې ، پورته کولې او يو بل ته يې د مسلمانانو د لښکرو په مقابل کې د کاميابۍ مبارکيانې ورکولې.
يهوديانو هم د مسيحيانو د دې رسم څخه تقليد وکړ، يهودو به د مسيحيانو په څېر د مسلمانانو څخه د کاميابۍ په مقابل کې ددې عمل ښوونه کوله او اظهار د خوشالۍ به يې کوه.
د صليبي او يهودي جنګونو څخه وروسته هم دا فرهنګ د يهودو او نصاراوو په پاتې نسلونو کې ورک نه شو او تر نن پورې همداسې کوي.
مګر ډېر د افسوس او شرم ځای خو دا دی چې اکثره ناخبره او ځينې آګاه مسلمانان هم بغير د ځان پوهولو څخه ددې رذيل عمل تطبيق په خپل ځان کوي.
غربي ډوله مسلمانان بيا په ډېر افتخار د يهودو اونصاراوو ددې عمل چې دواړه ګوتې✌ لکه د غويي د ښکرونو په څېر نيسي تقليد کوي.
په دې اړه مسيحيان داسې نظريه لري: (کله چې موږ دوه ګوتې✌ د کاميابۍ په وخت کې پورته نيسو خوشاله يو ځکه چې موږ دوه خدايان لرو يو اصلي خدای او بل يې زوی "عيسی" څنګه چې له دواړو سره مينه لرو؛ نو د خوشالۍ په وخت کې هم زموږ له ياده نه ووځي او همدغه نښان✌ چې د کاميابۍ په وخت کې زموږ خوښي دوه برابره ساتي همداسې زموږ عقيده هم په دوه خدايانو قوي کوي، د يهودو نظريه هم د مسيحيانو نظريې ته ورته ده.
که د جاهلو مسلمانانو نظر واورو نو وايي به موږ په پوره معنی نه پوهېږو مګر کله چې وينو خارجيان داسې کوي موږ يې هم خوښ ګڼو چې، د هغوی په څېر يو عمل تر سره کړو کوم باک نه لري.
صرف د انځور ويستلو په وخت کې داسې کوو...