
خبرونه
February 22, 2025 at 04:47 PM
غزلګوټی
شاعر: عاکف امارتي
د کلي کور خبره ولې وکړي
ورور ته د ورور خبره ولې وکړي
بشر دی خامخا خامۍ به لري
څوک د پېغور خبره ولې وکړي
مفاهمت د انسانیت مفاد دی
سړی په شور خبره ولې وکړي
حتما زړېږي، مجبوریږي یو وخت
انسان د زور خبره ولې وکړي
چې د بدۍ جواب په بدو ورکړي
داسې په پور خبره ولې وکړي
ملا عاکف پر خپل جانان مین دی
څوک پرې د تور خبره ولې وکړي
۲۲ شعبان ۱۴۴۶