RTA Paktika
RTA Paktika
February 23, 2025 at 04:29 AM
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د اوزبیکستان له لومړي وزیر سره وکتل د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د اوزبیکستان له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شویو هوکړو پر عملي کولو خبرې کړې. د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ او سړکونو پراختیا اساسي موضوع وبلله او اوزبیکستاني لوري ته یې بلنه ورکړ، څو د مزارشریف – هرات او له هغه ځای څخه کندهار ته د اوسپنې پټلۍ پروژه کې چې اوزبیکستان له ایران او چین سره نښلوي، پانګونه وکړي. اقتصادي مرستیال ویلي، چې په دې پانګونې سره به له جنوبي اسیا هېوادونو، ایران او چین سره د تاشکند سوداګري پراخه شي او دا به د سیمې په ثبات او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي. دغه راز اقتصادي مرستیال د سالنګ لویې لارې د دویم تونل جوړولو په برخه کې هم تاشکند ته د پانګونې بلنه ورکړه او زیاته یې کړه، چې دغه تونل مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي او د سیمې په ترانزیټ کې اساسي رول لري. همدا راز دې کتنه کې د اوزبیکستان لومړي وزیر له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراخوالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې اوزبیکستان د تاشکند او کابل ترمنځ د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا په موخه له ټولو شریکو شویو طرحو ملاتړ کوي او د عملي کېدو لپاره یې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه خپل کار ته دوام ورکوي. #ملي‌تلویزیون
❤️ 1

Comments