RTA Paktika WhatsApp Channel

RTA Paktika

1.3K subscribers

About RTA Paktika

د پکتيکا ملي راډيو ټلويزيون رسمي واټساپ چينل؛ د پکتيکا، هيواد او نرۍ مهم خبرونه د دې چينل له لارې وڅارئ.

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

RTA Paktika
RTA Paktika
6/22/2025, 4:02:40 AM

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان د اعلامیې په خپرولو سره تائید کړه، چې په فردو، نطنز او اصفهان اټومي مرکزونو بریدونه شوي دي. په دې اعلامیه کې راغلي، چې یاد بریدونه له نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه د اټومي وسلو د نه خپرېدو (NPT) له هوکړې ښکاره سرغړونه ده او د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان په همکارۍ شوي دي. همدا راز د ایران د اټومي انرژۍ سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د امریکا دغه اقدام وغندي او له ایران سره د حقونو په تر لاسه کولو کې همکاري وکړي. #ملي‌تلویزیون

Post image
Image
RTA Paktika
RTA Paktika
6/22/2025, 4:00:41 AM

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وايي، چې د ایران پر دريو اټومي سایټونو يې هوایي بریدونه وکړل. ټرمپ ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یې د فردو، نطنز او اصفهان سایټونه په نښه کړي دي. نیویارک ټایمز د با خبره امریکايي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د فردو اټمي سایټ د ویجاړولو لپاره له ۳۰ ټنو څخه زیات درانه بمونه کارول شوي دي. #ملي‌تلویزیون

Post image
Image
RTA Paktika
RTA Paktika
6/22/2025, 7:37:56 AM

کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټولو هغو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقیقي او حقوقي اشخاصو ته خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت له حاکمیت څخه پخوا یې سوداګریز توکي د هېواد په ګمرکونو او اړونده ادارو کې پاتې دي، کولای شي ترلاسه کړي. #ملي‌تلویزیون بشپړ خبر https://rta.af/article9472/

Post image
Image
RTA Paktika
RTA Paktika
6/22/2025, 4:53:22 AM

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان پر فردو، نطنز او اصفهان اټومي سایټونو د امریکا له برید وروسته اعلان کړی، چې د یادو سایټونو په شاوخوا سیمو کې د اټومي شعاوو د خپرېدو نښې نه دي موندل شوي او د سیمې د اوسېدونکو ژوند نه ګواښي. #ملي‌تلویزیون

Post image
👍 ❤️ 3
Image
RTA Paktika
RTA Paktika
6/21/2025, 3:41:26 PM

*د پکتيکا ولايت د صنعت او سوداګرۍ ریاست خبرتيا!*

Post image
❤️ 👍 4
Image
RTA Paktika
RTA Paktika
6/22/2025, 6:00:10 AM

اسرائيلو خپل هوايي حريم وتاړه د راپورونو پر بنسټ، د اسرائیلو هوایي چلند ادارې اعلان کړی، چې هوایي حریم یې د هر راز الوتنو پر مخ تړلی دی. دغه اقدام د ایران پر اټومي سایټونو د امریکا له بریدونو وروسته شوی دی. #ملي‌تلویزیون

Post image
😂 1
Image
RTA Paktika
RTA Paktika
6/22/2025, 9:56:51 AM

انځورونه؛ په تل‌ابیب کې د ایران د تازه توغندیز برید له امله اوښتي زیانونه! #ملي‌تلویزیون

❤️ 😂 2
RTA Paktika
RTA Paktika
6/22/2025, 7:39:05 AM

*احتکار ګناه ده؛* رسول الله ﷺ فرمایلي: احتکار نه کوي، مګر ګناهګار. [صحيح مسلم: ۱۶۰۵] احتکار دې ته وايي چې یو څوک له ځانه سره داسې اړین توکي وساتي چې خلک ورته اړتیا لري خو نه یې پلوري، د دې لپاره چې ښه ګران شي او په لوړ نرخ یې وپلوري، چې په دې سره خلکو ته زیان رسوي. دا عمل ناروا دی. #احتکار #ملي‌تلویزیون

Post image
👍 1
Image
RTA Paktika
RTA Paktika
6/22/2025, 4:00:01 AM

‏د نن یکشنبې ورځې نېټه! #ملي‌تلویزیون

Post image
Image
RTA Paktika
RTA Paktika
6/21/2025, 2:35:57 PM

پکتيکا کې ۵۰۰ اړمنو کورنيو باندې مرسته وېشل شوې د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت تروو ولسوالۍ کې له ۵۰۰ اړمنو او بې وزله کورنیو سره د ۲۰.۴ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې ده. ياده مرسته د افغاني سرې میاشتې سوېل ختیځ سیمه ییز زون رئیس مولوي سید منهاج الدین هاشمي، د پکتیکا سرې مياشتې رئیس مولوي عارف الله حامد او د څانګې د پېښو پر وړاندې مبارزې ټیمونو په شتون کې د يادې ولسوالۍ بېلابېلو سیمو ۵۰۰ ثبت شويو اړمنو او بې وزله کورنیو ته وېشل شوې. مسوولينو ویلي، په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته، ۱۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریجې، ۴ لیټره غوړي، ۴ کیلو بوره، ۳ کیلو لوبیا، ۳ کیلو دال، ۲ کیلو مۍ ،۲ کیلو بیسکیټ، ۱.۶ کیلو مکروني ، ۱،۲ کیلو مالګه ،۲ بوتله د کالیو مینځلو مایع او ۸ کلچې د لاس مینځلو صابون ورکړل شوې. #ملي‌تلویزیون

Post image
❤️ 3
Image
Link copied to clipboard!