
RTA Paktika
February 23, 2025 at 07:09 AM
اوزبیکستان ته د افغانستان ا. ا . د لوړ پوړي پلاوي د سفر په لړ کې د افغانستان بانک لوی رییس نور احمد اغا، د یاد هېواد د مرکزي بانک له رییس تیمور اشمتوف سره کتلي.
ښاغلي نور احمد اغا په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو پراختیا ګټوره بللې او ویلي یې دي، چې له اوزبیکستان سره د بانکوالۍ پراختیا کولای شي د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدو سبب شي.
ورتهمهال ښاغلي اشمتوف د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د بانکي سکټور رول مهم بللی او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.
#مليتلویزیون
❤️
👍
4