RTA Paktika
RTA Paktika
February 23, 2025 at 02:08 PM
پکتيکا کې څلور ټنه تر تاريخ تېر توکي راټول شوي. د پکتيکا ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست وايي، چې د دغه ولايت په مرکز ښرنه ښار کې يې د مستهلکينو ملاتړ کمېټې استازو په ملتيا له هټيو څخه څلورو ټنه تر وخت تېر خوراکي او غيرې خوراکي توکي راټول او د دغه ریاست په ډيپو کې مهر لاک کړل. ياد رياست ويلي، چې د مستهلکينو د ملاتړ کمېټه هره اونۍ له بازار څخه د تر وخت تېرو، تقلبي او بې کيفيته توکو مخنيوي په پار په منظم ډول څارنه کوي. #ملي‌تلویزیون
❤️ 👍 6

Comments