RTA Paktika
RTA Paktika
February 24, 2025 at 07:04 AM
د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون کې د ا. ا . د لوړ پوړو چارواکو، استادانو، او کورنیو او بهرنیو متخصصینو په ګډون د اوبو نړیوال کنفرانس پیل شو. د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې دغه کنفرانس په درې ورځې دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې د کورنیو او بهرنیو متخصصینو له لوري د وچکالۍ، اقلیمي بدلون او سیلابونو په اړه ۱۳۵ مقالې وړاندې شي. د یاد وزارت په وینا؛ دې کنفرانس د هېواد متخصصینو، او استادانو ترڅنګ د روسيې، ایران، امریکا، انګلستان، چک، سلواکیا، سریلانکا، پاکستان، هندوستان، نيپال، فلیپین او ترکیې هېوادونو استادانو او متخصصینو ګډون کړی دی. #ملي‌تلویزیون
❤️ 👍 2

Comments