RTA Paktika
February 25, 2025 at 05:38 AM
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د فاریاب ولایت په شیرینتګاب، خواجه سبزپوش او قیصار ولسوالیو کې پنځه معیاري کشمشخونې جوړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کشمشخونې باغدارانو سره مرسته کوي، څو خپل د انګورو حاصلات په ښه توګه وچ کړي.
#مليتلویزیون