RTA Paktika
RTA Paktika
February 25, 2025 at 02:11 PM
د پکتيکا ولايت امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر له اسلام پالو مبارزينو سره ليدلي. د پکتیکا ولایت امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر وايي، چې د دغه ولايت د امنیت آمر ملا نظر محمد وفادار له اسلام پال مبارزینو سره په کتنه کې ويلي، چې د ځوان نسل فکري او جسمي روزنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی. نوموړي په اوسني وخت کې سپیڅلې مبارزه او فکري روزنه اړينه بللي او زیاته کړې يې ده، چې دې برخه کې باید لا ډېر کار وشي. وفادار د اسلام پالو مبارزینو روان کاروان ستایلی او هغوی ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی. ياد دفتر ويلي، چې اسلام پالو د اسلام، شریعت، هيواد او نظام لپاره مبارزه د ټولو ځوانانو ګډ مسؤلیت یاد کړی او پر دوام يې ټينګار کړی. #ملي‌تلویزیون
❤️ 3

Comments