
RTA Paktika
February 27, 2025 at 09:20 AM
د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یوه تخنیکي پلاوي د ریلي همکاريو د پراختیا په موخه ترکمنستان ته سفر کړی.
یاد پلاوي له ترکمنستان سره د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د هرات-تورغونډۍ سټېشن د پراختیا او ترڅنګ یې د اقينې-اندخوی پاتې ۱۰ کیلومتره اوسپنيزې کرښې بشپړولو او د اندخوی-شبرغان ۵۵ کیلومتره اوسپنيزې کرښې د سروې او ډیزاین لپاره دوه هوکړه ليکونه لاسلیک کړي دي.
د دې هوکړو پر بنسټ به په نږدې راتلونکې کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دې پروژو پراختيايي قراردادونه لاسلیک شي.
#مليتلویزیون