هڅونه، ویښتیا، بدلون او پرمختګ ♡
هڅونه، ویښتیا، بدلون او پرمختګ ♡
February 28, 2025 at 01:02 PM
اللهم بلغنا رمضان. د رحمتونو مبارکې میاشتې پخیر راغلې! د رحمتونو مبارکه میاشت نږدې شوه ممکن سبا شنبه یا یکشنبې ورځ د روژې مبارکې لومړۍ ورځ وي. دې مبارکه میاشت کې د الله ﷻ عباداتو ته خاصه توجه وکړئ او همدا راز له خپلو هیوادوالو سره هم مرسته وکړئ، دوئ پر موږ حق لري. هغه کسان چې په مختلفو ګناهونو او نشه یې توکو روږدي دي د هغوئ لپاره همدا مبارکه او د رحمتونو میاشت یو ښه فرصت دی، چې ځان له دې مردارو عملونو څخه نور د تل لپاره وژغوري. د حل لاره یې قوي اراده او په الله ﷻ توکل دی؛ نور به إن شاء الله دې شیانو څخه به مو زړه موړ شي. د خپل صحت دښمني مه کوئ، الله ﷻ به موږ څخه د روغ صحت پوښتنه حتما کوي. په سوشل میډیا کې د وخت ضایع کولو پرځاي د اسلام سپیڅلی دین مطالعه وکړئ او د حضرت محمد ﷺ سیرت مطالعه کړئ او له دې سره د صحابه وو سیرت هم مطالعه کړئ، د ژوند په معنا او خوند به پوه شئ. روژه د خوب لپاره نه ده چې ټوله شپه او ورځ ویده شئ، دا د عباداتو میاشت ده. ښه عملونه څو چنده له نورو وختو څخه ډیر ثواب لري. کوښښ وکړئ ښه کارونه وکړئ. د قرآنکریم تلاوت، نفل او اذکار خپله دنده وګرځوئ. د خلکو له ځورولو څخه ډډه وکړئ او اخلاق مو د ژوند تګلاره وګرځوئ. رب ﷻ دې د ښو کارونو کولو توفیق موږ ټولو ته راکړي.
❤️ 1

Comments