سڪـــون او مثبت بدلون 🤍 WhatsApp Channel

سڪـــون او مثبت بدلون 🤍

107 subscribers

About سڪـــون او مثبت بدلون 🤍

بِسْمِ الله الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيم. دلته هر ډول اسلامي، سیاسي، تاریخي، اجتماعي او نورې مفیدې لیکنې نشروم. Alhamdulillah for everything. ♥️☝🏻Muslim 🕋 | Afghan 🇦🇫 | Realist ✊ | Bibliophile 📚 | Peace Lover 🕊️ ... Follow me...👇 Facebook and X ID: Faridullah Barakzai https://x.com/Afg_Barakzai Channel link 👇 https://whatsapp.com/channel/0029VadFTHQId7nO9DPpf10l ♥️🥰

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
5/31/2025, 2:17:54 PM

جالب تحلیل دی . ‏له نن څخه ۶۰۰ ورځې مخکې صهیونستي رژیم د غزې ځمکنی اشغال پیل کړ. د دغې عملیات د پیلولو په موقع د صهیونستي رژیم مجرمې رهبرۍ خپلو عملیاتو لپاره دوه لوی اهداف کېښول: ۱ د حماس نظامي ساختار، حکومتي چارچوب، زیر زمیني ساختارونه او شتمنۍ له منځه وړل. ۲ د صهیونستي رژیم بندیان له حماس څخه په زور او فشار راخلاصول. نن له جګړې ۶۰۰ ورځې وروسته: ۱ حماس څو ورځې وړاندې د خپلو توغندیو په زور د تل ابیب منځ وویشت. د حماس حکومتي چارچوب؛ پولیس، صحت عامه او دولتي ارګارونه ورځ او شبه د ولس په خدمت بوخت دي،‌ نظامي عملیات ښه قوي روان دي، زیر زمیني ساختار لکه د پخوا په څېر پر ځای دی. صهیونستي رژیم خپله دې اعتراف ته اړ شو چې حماس د څو افرادو نه بلکې د یو فکر نوم دی او د فکر له منځه وړل خوب او خیال دی. حماس وتوانېدل چې یهوادان د خپل رژیم په قدرت بې باوره کړي. حماس سیمې او نړې ته دا هم په ډاګه کړه چې د معادلې اساسي لوبغاړي دوی دي. دا ټول د دې څرګند مثالونه دي جګړه د حماس په کنترول کې ده، نظامي کنترول پوره فعال دی، ستراتیژي په پوره دقت عملي کېږي. د غربي رسنیو د راپورونو په اساس د طوفان الأقصی له عملیات وروسته حماس ۴۰،۰۰۰ نوي مجاهدین جذب کړي. د نتن یاهو د جګړې کابینه د غزې په مدیریت کې پوره ناکامه ده. دوی په ۶۰۰ ورځو کې ونه توانېدل چې له ټولو معاصرو حربو په استفادې په یو بنده تیړانګه کې مقاومت مات کړي. په رواني جګړه کې خو یې لاس دومره بر دی چې یو “مول وهلي مجاهد” ټول رژیم په یوه پښه درولی. ۲ د صهیونستي رژیم او پرمختللې نړۍ د ټولې ټکنالوژۍ له خدماتو څخه په استفادې د غزې په نرۍ تیړانګه کې اشغالګر ونه توانېدل چې د خپلو بندیانو ادرس پیدا کړي. دا ښايي د ټولې غربي نړۍ د استخباراتو یو تاریخي شکست وي. ۶۰۰ ورځې وشوې، دوی ونه توانېدل چې خپل یو بندي د حماس له اجازې او موافقې پرته ترلاسه کړي. د جګړې له دومره مودې وروسته ټول شاخصونه دا ښايي چې د جګړې اساسي لوبغاړی اسلامي مقاومت دی. مقاومت هغه جهت دی چې د جګړې دانې لوبوي. صهیونستي رژیم تر دې دمه یواځې د حماس د مخطط په مقابل کې عکس العمل وړاندې کوي.‌ د حماس تور صندوق صهیونستان او د دوی سیمه ایز او نړیوال ملګري د ستراتیژۍ په تشه کې ورک کړي. بې له شکه چې حماس د دې جګړې لویه قرباني پرې کوي خو دوی وتوانېدل په د نړیوال نظم په دې حماسه مرحله کې د منځني ختیځ نقشه بدله کړي. دا وړه خبره نه ده. ډ. عبدالحی قانت

❤️ 👍 3
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
5/28/2025, 2:16:34 PM

خپل زړه او ژبه سم کړئ چې ايمان مو سم شي! #ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: د بنده ايمان تر هغه وخته پوري نه سميږي تر څو چې زړه يې سم نشي او زړه يې تر هغه وخت پوري نه سميږي ترڅو چې ژبه يې سمه نشي. موعظه: که غواړی ايمان مو سم او صحيح سي نو خپل زړه سم کړئ او د حسد، بخل، کرکي، ځانځانۍ، جهالت، منافقت او نورو منفي تصوراتو څخه خپل زړه وساتئ او که غواړی زړه مو سم او صحيح سي نو خپله ژبه د درواغو، چغلګرۍ، تهمت، ښکنځلو، چاپلوسۍ، کفري خبرو، پيغورونو او فسق څخه وساتئ. معلومه خبره ده چي هر مسلمان د ځان لپاره پوره ايمان او جوړ زړه غواړي چي د خپلي ژبي په ساتلو او سمولو يې خاوند کېدلای سي. نو د خپلي ژبي سره ډېر کوښښ وکړئ او داسي يې کنټرول کړئ چي په سبب مو زړه او ايمان دواړه قوي سي. قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لَا يَسْتَقِيمُ إِيمَانُ عَبْدٍ حَتَّى يَسْتَقِيمَ قَلْبُهُ، وَلَا يَسْتَقِيمُ قَلْبُهُ حَتَّى يَسْتَقِيمَ لِسَانُهُ. [شعب الايمان۸]

❤️ 2
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
6/16/2025, 2:29:43 PM
Post image
❤️ 1
Image
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
6/5/2025, 5:50:15 AM

د عرفې د ورځې د دعا په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: خير الدعاء دعاء يوم عرفة، وخير ما قلت أنا والنبيون من قبلي: (لا إله إلاَّ الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير). [الترمذي، وحسنه الألباني في صحيح الترمذي 3/184]. يعنې : غوره دعا د عرفې د ورځې دعا ده او غوره شی چې ما او زما نه مخکې پيغمبرانو ويلې: ((لا إله إلاَّ الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير).

❤️ 2
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
5/28/2025, 2:16:37 PM

بِسْمِ الله الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيم. رسول الله ﷺ نه پوښتنه وشوه: تر ټولو غوره کوم شی انسان ته ورکړل شوی؟ هغه وفرمایل: غوره اخلاق. عن أسامة بن شريك رضي الله عنه قال: قالوا يا رسول الله ! ما خير ما أُعطيَ الإنسان؟ قال: خلق حسن. 📚 رواه البخاري في الأدب المفرد

❤️ 2
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
6/12/2025, 6:59:16 PM

﷽ اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞ وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ 🌷 اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞ وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌷 ♡ ﷽ ﴿ وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَىٰ تَنفَعُ الْمُؤْمِنِينَ ﴾ - سُبحان الله . - الحَمدُ لله . - لا إله إلا الله . - الله أكبر . - أستغفِرُ الله . - لا حَول و لا قوة إلا بالله . - سُبحان الله و بِحمده . - سُبحان الله العَظيم . - اللهم صلِّ و سلِّم على نبينا محمد♡ﷺ♡ . 🤍🕋🤍

❤️ 3
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
6/16/2025, 2:30:28 PM

‏د غمجن په غېږ کې نیول سنت عمل دی. کله چې د ونې کونده د رسول الله ﷺ له فراقه غمجنه شوه او و یې ژړل، رسول الله ﷺ یې غږ واورېد، نو لاس یې پرې راتېر کړ او په غېږ کې ‌یې ونیوله. بیا رسول الله ﷺ وفرمایل: «لَوْ لَمْ أَحْتَضِنْهُ لَظل يبكي إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَة». «که مې په غېږ کې نه وای نیولې، تر قیامته به یې ژړلي وو.» علماوو د رسول الله ﷺ له همدغه چلند څخه استدلال کړی دی او ویلي یې دي چې د غمجن په غېږ کې نیول سنت دي.

❤️ 👍 4
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
5/29/2025, 2:53:40 PM

﷽ درود شریف ووایئ. اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞ وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ 🌷 اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞ وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌷 ♡ ﷽ ﴿ وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَىٰ تَنفَعُ الْمُؤْمِنِينَ ﴾ - سُبحان الله . - الحَمدُ لله . - لا إله إلا الله . - الله أكبر . - أستغفِرُ الله . - لا حَول و لا قوة إلا بالله . - سُبحان الله و بِحمده . - سُبحان الله العَظيم . - اللهم صلِّ و سلِّم على نبينا محمد♡ﷺ♡ . 🤍🕋🤍

❤️ 3
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
5/28/2025, 2:16:36 PM

درې ځلې ویل یې د قرآنکریم د ختم ثواب لري: قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ۝ اللَّهُ الصَّمَدُ ۝ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ۝ وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ۝

❤️ 2
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
سڪـــون او مثبت بدلون 🤍
2/28/2025, 3:43:40 PM

رسمي خبر د افغانستان سبا شنبه د ۱۴۴۶هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې لومړۍ ورځ ده

👍 2
Link copied to clipboard!