ثناءالله شاکر
ثناءالله شاکر
February 6, 2025 at 09:57 AM
ستره آرزو مې دژوندون دیدن دمدینې خدایه ماجاروکــش که دحبـیب دشنې روضې خدایه چې سترګي وغوړوم په شنې ګنبدې ولګــیږی دحبیب په کلی مې ســـــترګي که مرې خدایه چې هر سهار جنت البقیع هدیرې ته لاړشـــــم اوهـــر سهار وکړم دیدن د یار د کوڅې خدایه چې دمدینې خاورې رانجه کړم عاصي سترګو ته بخت به نوکر سې،که سفرمې سو هورې خدایه چې ټوله ورځ دمدینې لارو کوڅو کی وګرځېږم شپه یوسم تر مقامِ ابراهیم او ترکعبې خدایه دمدینې حســــین وطن او زه عاصـي ثناءالله یوځای کیدل یې وځې دعقل د احاطې خدایه
❤️ 3

Comments