سپین لاروی
سپین لاروی
February 4, 2025 at 07:11 AM
مـوضـوع: فـکـري جـګـړه لـیکـونکی: مــبارز عــمري درېیمه برخه باسمه تعالی د فکري جګړې ډولونه او هدفونه: د فکري جګړې ډولونه او هدفونه زیات دي مګر موږ یې دلته عقيدوي، کلتوري، تمدن او د خپلواکۍ په کمزوري کولو او ختمولو باندې بحث کوو. دوی غواړي د اسلامي امت معنوي، فکري او سیاسي خپلواکه ختمه کړي. ١_د عقیدې کمزوري کول: د دوی هڅه تل همدا وي تر څو د مسلمان لپاره پر قرآن او حدیث شک پیدا کړي. داسې مغلق مسائل رامخته کړي چې د هغه ځواب په قرآن کې شته وي مګر په سختۍ سره پیدا کیدای شي نو چې عام مسلمانان یې یې پیدا نشي کړای نو دوی په قرآن او حدیث پسې بد رد ویل شروع کړي. د دینې احکامو په وړاندې بیلابیلې پوښتنې را ولاړې کړي لکه: د ښځو حقوق، اسلامي حدود او د جهاد مفهوم! د دوی کوښښ دا وي چې ذکر شوي شیان د اسلام له اړخه ظالمانه وښیې او دا څرګنده کړي چې اسلام خو یو ظالم دین دی. بیا نو ورته وایې راشی د دی ظالم دین پر ځای دا ښه دینونه او عقاید ومنئ لکه: سيکولريزم، لبرالیزم او الحاد چې نننۍ نړۍ کې د پر مختللو مفکورو په توګه معرفي کړي همدوی دي. خلک دې ته هڅوي او سوق کوي چې د معنویت پر ځای مادیت ته ارزښت ورکړي. چې اثر یې بیا دا شي چې مسلمان ځوان خپل دین شاته پریږدي او غربي مفکورې ومني دا ځکه چې مسلمان له خپل دین څخه پوره فهم نلري او د دښمن په څو تیزو خبرو دوکه شي او هغه ورته برحقه ښکاري. ماته فقط په داسې بڼه ورکول کیدای شي چې د اسلامي عقایدو د تدریس حلقي جوړې او زیاتې شي، شکونه او شبهات په بهترین شکل سره حل شي او د فکري بحثونو ترویج ته کار وشي. ٢_د کلتور تحریف: دوی د اسلامي تمدن په تحریف سره غواړي نړۍ ته دا ښکاره کړي چې دا یو شاته پاتې تمدن دی. نه یې کوم څه اختراع کړي او نه یې نړۍ او یا ځانته داسې کوم خاص کار کړی چې يادونه دې یې وشي. بلکې موږ نړۍ ته کار کړی خدمت مو کړی او دا موږ یو چې د پرمختللي تمدن خاوندان یو. زموږ ځواب: تاریخ په دې ګواه دی چې چا څومره خدمت کړی دی همدا تاسو نه وی چې زموږ د عالمانو اختراعات او کشفیات مو غلا او په خپل نامه کړل؟ همدا تاسو نه وی چې د عراق اتوم پوهان مو لیونیان کړل؟ همدا تاسو هغه کسان نه وی چې زموږ د علماؤ په کتابونو تر دغه ځایه راورسیدی؟ دوی دا کول هم غواړي او کړي یې دي چې د غربیانو ژوند، لباس او د ژوند طرز داسې ښکاره کړي چې ګواکې پرمختګ همدا دی او موږ یو مُرفح ژوند لرو. اسلامي ارزښتونه لکه حجاب او پردې مخالفت کول او د ښځو د حقونو مخالف یې څرګندول! که غواړو چې دوی مات کړو نو باید خپلو کلتوري او فرهنګي هڅو ته پرمختگ ورکړو. او پخواني مقام ته یې ورسوو. ٣_د مسلمانانو تر منځ ویش پیدا کول: دوی غواړي د اسلامي مذهبونو او فرقو تر منځ اختلاف پیدا او زیات کړي تر څو په دې ډول د امت یووالی لمنځه یوسي. موږ یې ژوندي مثالونه لرو. بل کار یې دا دی چې د امت غړي په خپلو کې په قومي او ژبني تعصباتو اخته کړي. او دوی ورته کرار کیني نو امت به خپلو کې لګیا وي یو د بل وینه به تویوي. که موږ د دوی د ماتولو اراده لرو نو باید د امت د یووالي لپاره هڅه وکړو. دا مفکوره باید د قرآن او سنتو په رڼا کې شرح کړو. د مذهبي او قومي تعصباتو مخنیوی باید وکړو او د اسلامي ورور ولۍ د مفهوم د ښوولو او انتشار لپاره کار وکړو. ٤_د اسلامي تمدن او تاریخ تحریف: دوی غواړي تر څو اسلامي تاریخ بې اهمیته ښکاره کړي داسې چې دا هسې افسانې دي او کوم حقیقت نلري. او د دې کار د کولو لپاره یې کافي فلمونه جوړ کړي دي. د اسلامي تاریخ د اتلانو د تحریف لپاره یې هم فلم تر ټولو ښه وسیله بللې ده. که د اسلامي نړۍ اړوند د دوی فلمونو ته ځیر شی نو خپل تمدن یې پرمختللي او د بشر د حقونو تابع ښودلی دی مګر اسلامي تمدن یې شاته پاتې یو غیر انساني او ظالمانه تمدن ښودلی دی. نتیجه دا شي چې مسلمان ته خپل تاریخ بی اهمیته ښکاري د غرب تمدن ته په ښه سترګه ګوري او ترې متأثر هم وي. دوی ته د ماتې ورکولو لپاره باید اسلامي تاریخ په سمه توګه وړاندې کړو او ځوانانو ته د اسلامي تمدن د لاسته راوړنو په هکله معلومات ورکړو. ٥_د مسلمانانو د خپلواکۍ ختمول: دوی غواړي تر څو اسلامي هیوادونه د خپلو پوځونو په واسطه کنټرول کړي او څه چې دوی غواړي هماغه رقم یې مخته بوځي. د اسلامي نظام قائم کوونکي مشران بدنامه کړي او پر اسلامي نړۍ خپل لاسپوڅي واکمن کړي. د اسلامي نړۍ سیاست په خپل لاس کې واخلي او څنګه یې ګې غواړي هماغسې یې اداره کړي. نتیجه دا شي چې زموږ سیاسي خپلواکي په بشپړ ډول ختمه شي. او موږ بیا د غرب په وړاندې خپلواک دریځ نشو خپلولی. لکه څنګه چې استاد عبدالهادي مجاهد حفظه الله ویل چې د اسلامي نړۍ فوځونه ډیر زیات دي مګر که دوی ټول راجمعه کړې په غرب یو ګوزار هم نشي کولی دا ځکه چې د دوی پورته ذکر شوي مواردو په رڼا کې تربیه شوي وي. که د دوی ماتول غواړو نو باید خپلې سیاسي خپلواکۍ ته کار وکړو. منظم پلانونه جوړ کړو. او د دې خپلواکۍ د تر لاسه کولولپاره هڅه او هاند وکړو. د فکري جګړې هدف دا دی چې مسلمانان د خپلې عقیدې، کلتور، تمدن او خپلواک مسیر څخه واړوي. د دې هدفونو پر وړاندې د اسلامي امت یووالی، د علم او تاریخ په سمه توګه تدریس او د دیني او سیاسي شعور لوړول اړین دي. دوام لري....... #مبارز_عمري
❤️ 👍 2

Comments