سپین لاروی WhatsApp Channel

سپین لاروی

763 subscribers

About سپین لاروی

*د فکري جګړې یو کوچنئ مبارز!* https://whatsapp.com/channel/0029VaIvVEMFsn0cJgbHZW0k

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

سپین لاروی
سپین لاروی
5/19/2025, 6:16:14 PM

`داسلام لاره اوتاريخ` * *زموږ چینل ستاسو ملګرتیا غواړي قدمونه مو بختورشه پخیر راشئ انتظاریو تاسو ته* *الله تعالی دې هغه چاته دنیا او آخرت نېک‌مرغه کړي، چې زمونږ کانال ته نور خلک رابولي!* 0708261522 https://whatsapp.com/channel/0029Vas64vy9WtBzWctDtN0o

سپین لاروی
سپین لاروی
5/19/2025, 2:35:51 PM

*نن موږ په کومې مرحلې کې قرار لرو؟* موږ هغه پړاو ته رسېدلي یو، چې امت نه ماته خوړلې، نه بریالۍ ده! نه ژوندۍ ده، نه مړ! یوه اوږده خوسا چوپتیا ده، چې د مرګ او ژوند ترمنځ غځېدلې ده! موږ د بې‌خبرۍ تر ټولو خطرناکه حالت ته رسېدلي یو: موږ ګورو چې دښمن زموږ ذهنونه نیولي، خو مقاومت نه کوو! موږ ته معلومه ده چې اسلام یو بشپړ نظام دی، خو باور پرې نه لرو! دا مرحله د امت د تاریخ تر ټولو حسّاسه دوره ده، دښمن نور توره نه *راکاږي، دښمن نور دین نه بندوي، بلکې د دین منځ تشوي، هغه، دین پرېږدي، چې بې روح، بې عقل، او بې هدفه شي. دا مرحله، د تېر استعمار پایله نه ده؛ بلکې د یو نوي استعمار پیل دی، د فکر، شعور، فرهنګ، اقتصاد او سیاست د قبضې استعمار. نو که موږ اوس هم ویده پاتې شو، دا مرحله به نه یوازې زموږ ایمان واخلي، بلکې زموږ اولادونو ته به داسې میراث پرېږدي چې "اسلام" به یواځې یو نوم وي، نه نظام، نه عزت، نه ژوند. نو دا پوښتنه د ځان نه وکړه چې زه به د تاریخ د دې مرحلې څنګه انسان ثبتېږم؟ *ویښ؟* که ويده؟ *#زاهـــدانـــس*

Post image
❤️ 🫀 👍 😢 😰 11
Image
سپین لاروی
سپین لاروی
5/28/2025, 4:44:26 PM

*‏`دا هغه شيبه ده چي لسګونه زره يهودان د مسجد الاقصى په انګړ کې، د براق په میدان کې راټول شوي، او د بیت المقدس د بشپړ اشغال د ورځې په مناسبت خوشحالۍ او نڅا کوي.`* نن خير امت پرڅه لګيادی چي د ځمکې مفسد او شریر قوم پري واکمن دی؟ *مسلمانان د خپلو مذهبي اختلافاتو او جغرافيايې ملي مرزونو له امله تردې حده کمزوری شوي، بې عزته شوي او ذلیل شوي دي، چې اووه میلیونه کسان پر دوه میلیارده امت واکمني کوي.* د مسلمانانو د نجات يوازې يوه لاره شته: * *وحدت او فرعي اختلافات څنډې ته کول. که د انصارو او مهاجرينو، او اوس او خزرج په څير د اسلام په اساس يو نشو، نو ذلت به تردې لاهم زياتي کچي ورسيږي، چي دځمکې پر مخ به بل هيڅ قوم نه وي تجربه کړی.* *#زاهــدانـــس*

Post image
😢 ❤️ 🌼 😰 🤲 10
Image
سپین لاروی
سپین لاروی
5/20/2025, 5:07:12 PM

*په فيسبوک او رسنيو کې انسان امن احساسوي ، لکه څرنګه چې يوازې والي کې يو کار يا خبره په جرأت سره کوي، همدا ډول په رسنيو کې هم کوي.* *په عامو مجالسو کې يا ستا په مخامخ به د خبرو جرأت نه لري، حتی خپل تعارف به هم نشي کولی، خو کله چې يوازې شي د هغه اضرار را ښکاره شي.* *په همدې ترتيب د انسان رواني حالت هم ځکه له کنټروله وځي چې هيڅ ډول اخلاقي او ټولنيز قيد نه احساس کوي.* *فعلاً زموږ د ځوانانو رواني حالت په دا ډول دی چې لکه ستره بنديخانه کې چې رواني ناروغان حصار وي.* *ډېر لږ ځوانان دي چې يخ دماغ لري، حوصله لري، اخلاق لري،* *احترام لري، په خبره اوريدلو هم پوهيږي او کولو هم .... !* *#زاهـــدانـــس*

Post image
❤️ 🫀 👍 9
Image
سپین لاروی
سپین لاروی
5/17/2025, 6:25:40 AM

*دغلامی وروستی حد* *مړ ضمیر مړ وجدان* *دامت دشاهانو لویه بی غیرتی* *دابن ولید او ابن خطاب په وطن کی* *دنه لیدو وړ ننداره* *دمسلمانو میندو عفت تر پښو لاندی* *دبن زیاد او بن نصر نشتون* *د عمر اوقعقاع رعب هیریدل* *تللی برم او تللی عزت* دا دتاریخ داسی یوه کیسه ده چه قلم یی دلیکلو تاب نه لری دا تاریخ به سنګه لیکل کیږی ایا تاریخ تکراریدونکی دی که به امت دداسی غټی بی شرمی سره نه وی مخ شوی ایا دا دابو عبدالله دتاریخ نه هم غټ شرم نه دی؟ ابوبکر صدیق رض وایی چه هر هغه قوم چه جهاد ونه کړی الله به یی بی عزته کړی ایا تردی لویه بی عزتی او زلالت شته چه یو مسمان حاکم دی خپله لور یا خپله خور د دجال استقبال ته په داسی حال کی ودروی چه ویښتان یی پر اوږو او د ستر هیڅ علامه نه وی او د غلامی اظهار کوی داسی یو دجال چه دمیلیونونو بی ګناه معصومو ماشومانو،میندو،پلرونو... قاتل ګڼل کیږی دجال ته دملیونو ډالرو تحفی ډالی کیږی دجال ته د سرو زرو لوی لوی میډالونه ورکول کیږی دجال ته د لویو تیارو ډالی ایښودل کیږی ددجال مخی ته په ټیټ سر دامت شاهان دریږی ایا تر دی لویه بی غیرتی او زلالت شته؟ خو بل طرف ته د همدی امت یو ټوټه هره ورځ داور په لمبو سوځول کیږی هره ورځ په سلاوو دزړه ټوټی ماتیږی دیوغوړپ اوبو په ارمان دی دیوی ګولی ډوډی پسی یی زړه ماتیږی محراب شهید ممبر شهید ټول امت تجزیه؛ کوم امت؟ هو هغه امت جه له شرق تر غرب یی دغیرت کیسی کیدلی هغه امت چه دشجاعت او غیرت څلی یادیدل هغه امت چه د غیرت نوم یی تاریخ په خپل غیږ کی په زرینو الفاظو لیکلی هغه امت چی دیوی مسلمانی خور دعزت ساتلو په خاطر یی ټول فوج مارش کړ هغه امت چه دنړی نه یی تیاری وایستلی نن د غربی پاچاهانو لپاره دغلامی سر ټیټوی او خپلی معصومی لورانی دهغوی استقبال ته په لارو کی دروی. *#دافـــســوس_ځای* *#زاهـــدانـــس*

Post image
😢 ❤️ 😭 🤲 14
Image
سپین لاروی
سپین لاروی
5/25/2025, 5:07:57 PM

*د عصر غوښتنې!* که غواړو چې د بریا پر لور حرکت وکړو، نو اړ یو چې ځان د وخت له غوښتنو سره برابر کړو. نن سبا د کفر عصري فکري مکاتب، لکه سیکولریزم، سوسیالیزم، ډیموکراسي او ورته نور، د غالبو فکري نظامونو په توګه راڅرګند شوي او د اسلامي نړۍ په فکري فضا کې پراخ نفوذ لري. په داسې حال کې، زموږ علما او فکري مشران باید ولس فکري توګه وروزي، تر څو د دې باطلو افکارو ښکار نه شي. پر دې تمرکز کول چې مسلمان نسل دې د معاصر کفر له فکري یرغل څخه وساتل شي، د دې دورې یوه مهمه اړتیا ده. د اسلامي تاریخ پخوانیو باطلو فرقو (لکه معتزله، مرجئه، جبریه، او نور) د رد اړینه معرفت ده، خو دا چې موږ له سلګونو کلونو وروسته هم په منبرونو او درسي حلقو کې همدا بحثونه تکراروو، خو د عصر معاصر فکري ستونزې مو نالیدلې پرېښې، دا یوه ستره تشه ده. باید دا درک کړو چې نن ورځ فکري جګړه بله بڼه لري، او که موږ هماغه زړې نمونې تکراروو، نو نسلونه به مو له واقعي خطر سره مخ وي. اوسنی تعلیمي نصاب، که هغه د مدارسو وي او که د رسمي ښوونځیو، تر ډېره د پخوانیو پېړیو د اړتیاوو پر بنسټ جوړ شوی. دا نصاب تر اوسه له پوره تجدید او اصلاح پرته پاتې دی. دا یو څرګند حقیقت دی چې موږ د عصر له غوښتنو سره سم نه یو روان، بلکې د وخت له کاروانه وروسته پاتې یو. که دا حالت همداسې دوام ومومي، نو ممکن لسګونه کاله درس ووایو، او په پای کې وپوهېږو چې د معاصر وخت اړین مسایل مو نه دي زده کړي، نه مو درک کړي، او نه مو حل لارې ورته وړاندې کړي دي.

❤️ 💯 🫀 11
سپین لاروی
سپین لاروی
5/30/2025, 2:40:16 PM

*"امت یووالی د ځواک راز دی"* *"ولا تنازعوا فتفشلوا وتذهب ريحكم"* (اختلاف مه کوئ، که نه ناکام به شئ او قوت به مو له منځه ولاړ شي) – *القرآن* *صلاح الدین ایوبي*: "که موږ یو امت وای، بیت المقدس به مو لاس نه ووتی." *شیخ الاسلام ابن تیمیه*: "یووالی د شریعت له اساسو دی، او تفرقه د شیطان وسیله ده." *مولانا سید ابوالاعلی مودودي*: "امت هغه وخت یو کېږي چې د نفسونو بتان مات شي، او حق ته تسلیم شي." *ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله*: "زموږ قوت په یووالي کې دی، که تفرقه وکړو، له هر لوري به ټوټه ټوټه شو. راځئ اختلافات پرېږدو، د حق پر محور راټول شو، او د امت د عزت بیرغ بېرته پورته کړو! کاپي

❤️ 🤲 🫀 🌼 11
سپین لاروی
سپین لاروی
5/29/2025, 4:22:47 AM

*ټولو ملګروته اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ* *سبا دجمعی مبارکی ورځ زه دکانکور امتحان لرم إن شاء الله؛ هیله لرم په خپلو دعاګانو کی می هیر نه کړی ځکه دعا تقدیر بدلوی.* *#زاهـــدانــــس*

Post image
❤️ 🤲 🫀 12
Image
سپین لاروی
سپین لاروی
5/18/2025, 3:19:23 AM

*أدهم شرقاوي صېب ليکي:* ټول خلک به بریا ونه ویني. یاسر او سمیه له هجرت څخه مخکې شهیدان شول ، *حمزه او مصعب له فتحې څخه مخکې شهیدان شول. دلته بايد په وینو لاره هواره شي. مونږ د هڅې مسوول یوو ، نه د پایلو. د تګ مسوول یوو ، نه د رسېدو. د جګړې مسوول یو ، نه د بریا. *بریا خو د الله وعده ده ، خامخا به راځي.* *او هر څوک چې پر دې لاره مړ شي، بریالی دی ، که رسېدلی هم نه وي* .

Post image
❤️ 👍 😢 🤲 28
Image
سپین لاروی
سپین لاروی
5/14/2025, 4:30:45 PM

نصابونه بدل کړئ، که نه نو نسلونه له لاسه ورکوئ! د دیني زده کړو اصلاح: د دیني زده کړو نصابونه د هرې زمانې د غوښتنو، ضرورتونو، سیاسي او اجتماعي شرائطو او د مسلمانانو د موجود وضعیت  په پام کې نیولو سره جوړیږي او د زمانې او حالاتو له بدلون سره په دیني نصاب کې د مضامینو بدلون هم ضروري وي. او همدغه له انبیاؤ او امتونو سره د الله (جل جلاله) سنت هم دي. الله (جل جلاله) د هرې زمانې پيغمبر او امت ته جلا جلا شریعت او منهج چې په اصولو کې سره متحد ول رالېرلی دی. که داسې نه وي نو هماغه د آدم عليه السلام صحیفی به یی تر قیامته په انسانو مقررې کړې وای او د بېلابېلو صحيفو او کتابونو نازلولو ته به ضرورت نه و. خو دا کار حکیم او علیم رب ځکه نه دی کړی چې د هرې زمانې بېلې غوښتنې او شرائط وي. همدغه ډول زمونږ په شریعت کې د ناسخ او منسوخ فلسفه هم ده. د دې په څنک کې دا هم ګورو چې په مکي عهد کې شریعت یوه بڼه درلوده، په (مدني عهد) کې يې بيا بله بڼه غوره کړه او د رسول الله ﷺ تر وفات وروسته بیا د صحابه و کرامو د اجتهاد دلیل هم په شریعت کې ور اضافه شو او وروسته بيا د اجماع، قياس، استصحاب، استحسان، سدّ ذرائع، مفهوم المخالفة، مصالح مرسله، قول الصحابي، عمل أهل المدينة او نورو شرعي دلائلو اضافه هم د فقهي مذاهبو په شکل کې را منځته شوه. دغه ټول بدلونونه پداسې شکل کې راتلل چې د شریعت اصل ورکښې محفوظ پاتې کېده. او دا هر څه د دې خبرې دليل دی چې د هرې زمانې حالات بېل نصاب او بېل مضامين غواړي. آیا په اوسنی زمانه کې به ډېره عجيبه نه وي چې اسلامي نړۍ او مسلمان امت راڅخه د کمونيزم، الحاد، مادیت، ډیموکراسۍ، لیبرالیزم، نشنلزم او گلوبلایزیشن بلاگانو په خوله کې نيولی وي او مونږ اوس هم په خپل ديني تعليمي نصاب کې د زرو کلونو پخوانيو كلامي او فلسفي فرقو او مذاهبو په هکله معلومات تدریسوو ؟! ولې د دې زمانې هغه فلسفي، نظريات او مذهبي فرقې تر ګوزار لاندې نه نیسو چې د میلیونونو مسلمانانو ایمان او عقیده یې ورخرابه کړې او لا یې ورخرابوي. آیا زمونږ په کومه ديني مدرسه يا كوم ديني تعليمي نصاب کې د معاصر كفر د اشکالو او انواعو په هکله مضامین تدریسیږي؟ آیا مونږ پرون د کمونیزم د نظرياتو او نن د غربي (لادينه) سیکولر نظریاتو د خپرېدو مخنیوی وکړای شو؟ که مو نه وي کړی نو باید له خپل تعلیمی نصاب څخه ټول زاړه بی ضرورته او اضافی ګرامري مضامین وباسو او پر ځای يې د مطلوبې اندازې ګرامري مضامينو ترڅنګ خالص شرعي علوم او هغه مضامین چې معاصر اسلامي فکر ورته شديد ضرورت لري لكه سیرت او اسلامي تاريخ سياسي او اجتماعي علوم او د اسلامي نړۍ د اوسني وضعیت او د هغه د موجودو مشکلاتو په اړه مضامین وراضافه کړو، ترڅو د نن ورځي د مدرسې طالب د نن او د سبا د فکري، عقائدي، سياسي اجتماعي مشکلاتو مقابله وکړاى شي!

❤️ 👍 💯 🤍 🫀 20
Link copied to clipboard!