
سپین لاروی
February 13, 2025 at 07:49 AM
مــوضــوع: فـکـري جـګـړه
لـیـکـونکی: مــبارز عـــمري
پینځمه برخه باسمه تعالی
د فکري جګړې د پیژندلو نښې یا څنګه پوه شو چې موږ یا زموږ کوم بل ملګری د غربي فکري استعمار ښکار شوی دی که نه؟
د فکري جګړې د نښو پیژندنه د دې لپاره مهمه ده تر څو مسلمانان د غربي فکري استعمار په وړاندې تیار اوسي او د مبارزې په لارو چارو خبر وي.
موږ به نننۍ بحث په څلورو برخو کې پوره کړو.
١_د غربي مفکورو اغیز: غربي نړۍ تل په دې کوښښ کې ده تر څو خپل ارزښتونه او اغیز په مسلمانانو کې خپاره کړي.
د آزادۍ غلط مفهوم وړاندې کول: دوی تل په دې کوښښ کې دي چې د مسلمانانو تر منځ دا نظریه خپره کړي چې انساني آزادي د دین او اخلاقو سره څه تړوا نلري بلکې بیل څیز دی. انسان فطرتاً آزادی پیدا شوی نو په خپلې آزادۍ ولې باید بندیز ولګوي؟ دوی په دې کارونو سره غواړي تر څو د آزادۍ هغه حدود لمنځه یوسي کوم چې اسلام وضعه کړي دي. او په اسلامي ټولنه کې بې بندوباري او بد اخلاقي پیدا او مُروجه کړي.
فکري استعمار: دوی په دې هڅه کې دي تر څو اسلامي فکر ختم کړي او ځای یې سيکولريزم، لبرالیزم او ډیموکراسي ونیسي. د دې تر څنګ نن سبا په ځانګړي ډول په پښتنو کې الحاد ډیر خپور شوی دی! زیاتره یې د دیني پوهې د نشتون او د ملحدانو په تیزو خبرو سره بیخي د الله له موجودیت نه هم منکر شي. اسلامي مبارزین باید د دې چارې پر وړاندې ملا وتړي او میدان ته را ودانګي.
بل څه چې د دوی د مفکورو اغیزه رامنځته کوي هغه تعلیم دی، دوی په تعلیمي لخاظ غواړي زموږ نوی نسل تر بشپړ استعمار لاندې راولي. داسې نصاب په ښوونځیو کې تدریس کړي په کوم کې چې د اسلامي فکر ځای غربي فلسفې نیولی وي!
٢_د اسلامي تمدن ضد تبلیغات: په خپله تمدن د یوې ټولنې داسې پرمختګ ته وایې چې نوي شیان پکې کشف یا هم رامنځته کړای شي. دوی هڅه کوي چې په رسنیو کې د اسلام ناسم تصوير وړاندې کړي. د مسلمانانو لپاره شکونه پیدا کړي. حتی په قرآن او حدیث هم! ما په څو څو ځلو داسې ځوانان لیدلي چې باور یې دا ندی کوم قرآن چې له موږ سره دی دا دې هماغه وي چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی! الله اکبر دا د فکري جګړې خطرناکې اغیزې دي. موږ قرآن پیژنو په احادیثو دوی د احادیثو په صحت شکمن دي نو قرآن به څنګه ومني؟ بل څه چې دوی یې د اسلامي تمدن پر ضد کوي هغه د جهاد ضد تبلیغات دي. دوی پوهیږي چې د مسلمانانو د عروج یوازینۍ لار جهاد دی. نو که بیا یې جهاد شروع کړ تر اموي دور به ډیر پرمختګ وکړي.
٣_د مسلمانانو تر منځ د بې اتفاقۍ خپرول: دوی د مسلمانانو تر منځ قومي او ژبني توپیر ته وده ورکوي او په لویو جنګونو او اختلافاتو یې اړوي. لکه عرب یې چې تشویق کړل تر څو عرب لیګ جوړ کړي. "عجم پوه شه او کار یې موږ عرب وروڼه یو!" او یا هم په اوسني وخت کې د پښتون، تاجک ازبک هزاره او نورو په نوم دا قومي او ژبنی اختلاف څومره ژور شوی دی؟ دا ټول د فکري جګړې اغیز دی. بل څه چې دوی یی کوي هغه د مسلمانانو تر منځ سیاسي تفرقې اچول دي. تر څو دوی په خپلو کې اخته شي لکه: د سوریې کورنۍ جګړه، یا د افغانستان کورنۍ جګړه چې بې مثله تباهي یې وکړه. په درېیم قدم کې تر ټولو خطرناکه برخه هغه د مذهبي جنګونو ده! د سني او شیعه جنګ! یا هم د اهل مذاهبو جنګ!
٤_د اسلامي نړۍ په کلتور کې بدلون راوستل: دوی تر ټولو لومړۍ غربي کلتور ته وده ورکړه. بیا یې هغه تر اسلامي ټولنې را ورساوه لکه: میوزیک، فیشن او غربي سبک! د فلمونو، ډرامو او ټولنیزو رسنیو له لارې یې د اسلامي کلتور پر ځای غربي کلتور ته د ځوانانو تشویقول او جذبول. او تر څنګ یې اسلامي کلتور شاته پاتې ښودل داسې چې دا یو زوړ کلتور دی او نور د تطبیق وړ ندی.
د دې ټولو د حل لار: د نصاب بشپړ تغییر د اسلامي عقیدي او فکري روزنې خپرول! نصاب که د مدرسې دی که د ښوونځي د دواړو باید تغییر شي. په دلیل او تحقیق سره غربي مفکورې رد کول. ځوانانو ته فرصتونه برابرول لکه: هغوی ته د تحقیق او څیړنې مرکزونه جوړول، د ټکنالورژۍ زده کړې ته ځانګړې پاملرنه، اسلامي ادب او هنر ته پرمختګ ورکول او داسې نور...
دوام لري....
#مبارز_عمري
❤️
👍
5