سپین لاروی
سپین لاروی
February 14, 2025 at 06:16 AM
مــوضــوع: فـکـري جـګـړه لـیـکـونکی: مــبارز عـــمري شپـږمه برخه باسمه تعالی د فکري مبارزې لپاره عملي لارښوونې: فکري جګړه تر کتابونو محدوده نده بلکې عملي جنبه هم لري. که چیرته یو مسلمان د فکري جګړې خطر درک کړي نو پر هغه لازمه ده چې عملي ګام واخلي. موږ یې دلته له ځینو یادونه کوو: ١_مطالعه او تحقیق: مبارز باید ژوره علمي پوهه ولري. اسلامي علوم، تاریخ او فکري جریانونه مطالعه کړي. د قرآن، حدیثو او اسلامي علماؤ کتابونه مطالعه کړي. تر څو قوي استدلال ولري. د لویدیځو مفکورې لکه سيکولريزم، لبرالیزم، ډیموکراسي او داسې نور مطالعه کړي د هغوی فکري ضعف وپیژنې او علمي رد پرې وکړي. د تحقیق په برخه کې باید احساساتي دریځ ونلري. بلکې د اسلام د مدافعینو څیړنې، اسناد، دلایل ولولي. د فکري جګړې په برخه کې د سید ابوالحسن علي ندوي رحمه الله، سید قطب رحمه الله، امام حسن البناء رحمه الله او نورو علماؤ کتابونه ولولي. د اسلامي نړۍ فکري استعماري تاریخ مطالعه کول تر څو پوه شي چې دا یرغلونه څه ډول تر سره شوي دي. ٢_د ټولنیزو رسنیو اغیز: اسلامي دعوتګر باید د ټولنیزو رسنیو پلیټفارمونه وکاروي او د دې لارې څخه د فکري مبارزې لپاره کار واخلي. باید ويډيوګانې او لیکنې جوړې او نشر کړي. د اسلامي ارزښتونو دفاع وکړي هغه که په هر قیمت وي. د فکري جګړې د لا اغیزمنتیا لپاره ویبسایټونه او اپلیکیشنونه جوړ کړي. او د نوې ټکنالوژۍ پر مټ لکه د کوچینو انیمیشنونو څخه د فکري جګړې لپاره کار واخلي. تر څو د امت ماشوم، ځوان او بوډا ټول د غرب له دې پټ دام څخه خبر شي. د هغو تبلیغاتو رد کول چې د اسلام پر ضد اګر که هغه د یو مسلمان له لوري هم وي. لکه نن سبا چې حج ته په تللو باندې کومه ډرامه دوی پیل کړې ده. د هغو رسنیو تعقیب بندول چې د مسلمانانو پر ضد فکري یرغل کوي البته نه د تحقیق کوونکي لپاره! ٣_د اسلامي فکر دفاع په عصري وسایلو: د اسلام د سپڅلتیا د ساتنې لپاره د تحقیق، مناظرو او د کتاب چاپ ته وده ورکول. یو مهمه نکته چې باید یاد مو وي موږ د مناظرو څخه هدف د اسلامي فکر دفاع او په غربي فکري مکاتبو رد وي. نه د اوسنیو ځینو ملایانو هغه نه ختمیدونکې مناظرې! د فکري جګړې لپاره مستندې ویډیوګانې او فلمونه جوړول کوم چې فایده من دي. لکه څنګه چې غرب د فلمونو له درکه زموږ اسلامي تاریخ او اتلان تحریف کوي همداسې عکس العمل ښودل د فلمونو او ویډیوګانو په واسطه! د اسلامي نړۍ لپاره داسې نصاب جوړول چې د غرب له فکري اغیز څخه خالي وي. ځوانانو ته د اسلامي او سیاسي بصیرت زده کړه ورکول تر څو د اسلام دفاع وکړای شي. اسلامي امت یووالي ته هڅول تر څو بیلتون ته د پای ټکۍ کیږدي. د واحد امت نظریه پراخول. او دې نظر ته د مسلمانانو هڅول تر څو د فکري جګړې اغیز کم او ختم کړای شي. ٤_د اسلامي کتابونو د مطالعې حلقات جوړول: د اسلامي فکر، عقیدي او تمدن لپاره قوي منابع برابرول تر څو د فکري جګړې اړوند معلوماتو ته لاسرسی آسان وي. د اسلامي مفکرینو د آثارو چاپولو ته وخت ورکول او په دې برخه کې خپل آخري هڅه او هاند کول. ځوانان باید د دینې علومو د حلقو په څیر د فکري علم حلقې ولري تر څو فکري پوهان د غرب په وړاندې و روزل شي. د اسلامي فکري د احیا لپاره مسلسل بحثونه او سیمینارونه جوړول او د انتشار هڅه یې کول په دې برخه کې له تلویزیون او میډیا څخه پراخ کار اخیستل. ٥_د اسلامي علماؤ او مفکرینو تر منځ همکاري: د اسلامي علماؤ تر منځ د اتحاد هڅې تر څو د یو قوي سنګر په توګه ګټه ترې واخیستل شي. د اسلامي نړۍ د مفکرینو، پوهانو او علماؤ څخه ګډ او یو پراخ بنسټه تحریک جوړول. ٦_د مسلمانانو سیاسي شعور لوړول: ځوانان باید د اسلامي شریعت او حکومت د نفاذ له ګټو او اهمیت څخه خبر شي. او د دې ترڅنګ د مسلمانانو د سیاسي زوال اسباب درک کړي. د هغو سیاسي افکارو پر وړاندې ودریږي کوم چې دین او حکومت له یو بل څخه بیلوي. د دې تر څنګ مهمه دا ده چې اسلامي سیاست ته د عمل جامه ورکړل شي او په اسلامي حکومتونو کې د نفاذ حد ته ورسیږي. فکري جګړه د غرب له فزیکي جګړې څخه ډیره خطرناکه ده او د دې خطر د مخنیوي لپاره باید عملي اقدامات وشي. تر څو د غربي افکارو پر وړاندې یو محکم سنګر او دیوال رامنځته شي. او زموږ آینده نسلونه د غرب له فکري دامونو څخه خبر وي تر څو هم د اسلام دفاع وکړي او هم د اسلامي فکر د احیا لپاره کار وکړي. #مبارز_عمري https://whatsapp.com/channel/0029VaIvVEMFsn0cJgbHZW0k
❤‍🩹 ❤️ 👍 🌹 7

Comments