
سپین لاروی
February 16, 2025 at 05:43 AM
مـوضـوع: فـکـري جـګـړه
لـیکـونکی: مــبارز عــمري
اوومه برخه باسمه تعالی
مشهور فکري مبارزین: د فکري جګړې خطرناک ډګر چې کله کله به د غربیانو تر واک لاندې وو او د مسلمانانو د ذهني ځپنې لپاره به یې هره نخره کوله. الله تعالی د دوی د ځپلو لپاره په اسلامي نړۍ کې مشهور علماؤ را پیدا کړه هغه خلک چې غربیان یې اوس هم له نوم څخه وېره لري. دا چې دا څوک دي دلته به یې ولولو:
١_شیخ الإسلام ابن تیمیه رحمه الله: دا مبارک عالم د باطلو افکارو قوي مدافع په توګه مشهور وو. نوموړي د بدعتونو او غلطو افکارو پر ضد کلکه فکري مبارزه وکړه. د یوناني فلسفې او بدعتونو په وړاندې د هغه مبارزه د ستایلو وړ ده.
٢_استاد سید قطب رحمه الله: دا مبارز استاد په معاصر فکري مبارز او استاد مشهور دی. نوموړي د اسلام او سیاست په اړه مهمې لیکنې او بحثونه وکړل او د غربي فکري مکاتبو د ځپلو لپاره یې مختلف کتابونه ولیکل چې تر نن ورځې پورې دا کتابونه د فکري مبارزینو لپاره په یوه تیاره اطاق کې د یو څراغ حیثیت لري. د سید قطب رحمه الله "کتاب المعالم فی الطریق" تر نن ورځې پورې د اسلامي فکري بنسټونو لپاره یو له مهمو کتابونو څخه دی.
٣_شیخ ابوالحسن علي الندوي رحمه الله: دا مبارک شخصیت د اسلامي امت د زوال تحلیلګر وو. نوموړي د مسلمانانو د فکري زوال اسباب، د اسلامي تمدن دفاع او د لویدیځ فکري یرغل ته یې کلک او غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړل. د الندوي رحمه الله کتاب "ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمین" د فکري جګړې په برخه کې یو له مهمو کتابونو څخه دی. د نوموړي لیکنې تر نن ورځې هم د فکري جګړې لپاره یو له مهمو مرجعګانو څخه دي.
٤_امام حسن البناء رحمه الله: امام رحمه الله "د اسلامي فکري مبارزې معمار" په دی نوم مشهور دی. نوموړي په معاصر عصر کې د اسلام لپاره ډیر مهم کارونه کړي دي. د اسلامي د ټولنيزي، سیاسي او فکري احیاء لپاره یې ډیر دردونه او مشکلات ګاللي دي. او د یو عجیب فکري مکتب "اخوان المسلمین" بنسټ یې کیښود. کوم چې د مسلمانانو د اوسني فکري ویښتابه عامل او په اسلامي هیوادنو کې د فکري او جهادي حرکتونو د راپیدا کیدا یوازینۍ دلیل وو. په فکري ډګر کې د امام رحمه الله مشهور او مهم کتاب "الرسائل" دی.
د دې تر څنګ زموږ په ټولنه کې هم فکري مبارزین او علماء شته لکه: مولوي حبیب الرحمن رحمه الله، مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله، استاد یاسر رحمه الله، استاد عبدالهادي مجاهد، استاد اسامه جوهري، استاد حماد غورځنګ او استاد رحمت الله نوروز حفظهم الله او......
او موږ هم کوښښ کوو تر څو د دوی پر لار ولاړ شو!
د دې فکري لړۍ پای!
#مبارز_عمري
❤️
👍
3