سپین لاروی
February 23, 2025 at 04:10 AM
*د اسلامی تاریخ عصرونه*
زمور تاریخ تردې مهاله په پنځه عصرونو کې مطالعه کېږي، که یو څوک وغواړي خپل تاریخ مطالعه کړي؛ نو باید دا ترتیب مراعت کړي.
* *اول عصر:*
لومړی عصر د رسول الله صلى الله عليه وسلم له وحي څخه پیل او تر ۱۱ هـ وفات النبي عليه السلام پورې ۲۳ کاله وخت په بر کې نیسي. دې ته عصر النبوي هم ویل کېږي چې د اسلام دین په دې دوره کې مکمل شوی دی.
* *دویم عصر :*
د خلفاء راشدینو عصر بلل کېږي، چې ټول ٣٠ کاله موده ده. له ۱۱ هـ پيل او په ۴۰ هـ کې ختمېږي. په دې عصر مې خلفاء الراشدين تېر شوي دي چې نومونه او د خلافت موده یې باید زده کړو:
(۱) ابوبكر الصديق رضي الله عنه د ۱۱ هـ څخه تر ۱۳ هـ پورې خليفه و.
(۲) عمر بن الخطاب رضي الله عنه د ۱۳ هـ څخه تر ۲۳ هـ پورې خليفه و.
(۳) عثمان بن عفان رضي الله عنه د ۲۳ هـ څخه تر ۳۵ هـ پوري خليفه و.
(۴) علي بن ابي طالب رضي الله عنه د ۳۵ هـ څخه تر ۴۰ هـ پورې خليفه و.
(۵) حسن بن علي رضي الله عنهما په ۴۰هـ کې د ٦ میاشتو لپاره خلیفه و.
* *دربیم عصر:*
د اموي خلافت عصر په شام کې ۹۱ کاله موده وه. د ۴۱ هـ څخه پیل او په ۱۲۳ هـ کي ختميږي. د دې خلافت مؤسس معاوية بن ابو سفيان رضي الله عنهما دی او وروستی خلیفه یې مروان بن محمد و. د مروان بن محمد وروسته د دې کورنی یو ځوان عبد الرحمن بن معاويه اندلس ته ولاړ او هلته يې د اندلس د اموي دولت بنسټ کېښوده چې د دوی له برکته اته پیړۍ هلته د اسلام تمدن هسک و.
* *څلورم عصر :*
د عباسي خلافت عصر ۵۲۵ کاله وغځېده. دا خلافت په ۱۳۲ هـ ابو العباس سفاح لخوا پيل شو او په ٦٥٦ هـ د چنگیزیانو په لاسونو ختم شو. له دې وروسته هم په مصر کې د دې کورنۍ ځینې خلفاء تیر شوي، چې وروستي خلیفه یې خپله امساء او لونګۍ سلطان سلیم عثماني ته ورکړه.
* *پنځم عصر:*
عثماني خلافت دوره پنځم عصر بلل کیږي، چې ٦٤٢ کاله موده په بر کې نیسي. دا دولت په ٦٩٩ هـ کې پیل او ۱۳۴۱ هـ کې ختم کړی شو. د دوی له لمنځه تللو سره تر دې مهاله چې ١٠٠ کاله بشپړ شوي کوم اسلامي نړیوال قیادت ندی رامنځته شوی.
*#سجلات_الأمة*
❤️
👍
💝
15